Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلېنکن: افغانستان کې  د ترهګرو ډېروالي او ګواښونو په اړه یې اندېښنه نه لرو 

بلېنکن: د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/15

د امریکا بهنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر پیټر ماور سره په افغانستان کې د انساني اړتیاوو او د بېړنیو مرستو د لېږد د تدارکاتي بهیر د چټکتیا په اړه غږېدلی دی.

بلېنکن ویلي،د اوس لپاره له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او یو شمېر نورو هېوادونو سره پر دې ګد کار کوي،چې څنګه کېدای شي ولسي خلک زیان ونه ویني او مرستې ورته ورسوي.

‎ بلینکن زیاته کړې:« موږ ډاډ ترلاسه کړی دی،هغه صندوق چې له طالبانو مخکې د افغان حکومت د ملاتړ لپاره موجود و،په دې صندوق کې ځینې پاتې پیسې کېدای شي د بشري مرستو په برخه کې وکارول شي. زه غواړم، داسې لارې ولټوم،چې وکولای شو،اقتصاد  ته ډېره نغدي مرسته وکړو،هغه هم په داسې لارو چې د طالبانو لاس ته نه، بلکې د خلکو جیبونو ته ورسېږي.» 

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره افغانستان ته د بېړنیو مرستو د لېږد په تدارکاتي برخې خبرې کړي دي.

دغه ناسته چې په انلاین ډول شوې ده، امریکا په کې افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

بلېنکن این بي اس ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې د افغانستان اقتصادي وضیعت د اندېښې وړ بللی او تینګار یې کړی دی، که طالبان خپلو ژمنو باندې ودریږي،دوی به ډاډه شي او افغانستان ته به له هرې ممکنه لارې مرستې ورسوي.

بلېنکن  زیاته کړې:« زه د دې لپاره ژوره اندېښنه لرم،که څه هم موږ غواړو، طالبان خلکو سره د چلن په اړه، له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه، د دې ډاډ ترلاسه کولو په اړه چې دوی د خلکو حقونه ساتي، ژمن پاتې شي،موږ هم غواړو، ډاډه شو،چې  هر ممکن څه ترسره کوو. ترڅو له اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.»

تر اوسه مشخصه کړن لاره نه شته  دی،چې دا مرستې به څه ډول وېشل کېږي،خو امریکا او ملګرو ملتونه ورته د یو پېچلې ماموریت په سترګه ګوري هغه، چې اسلامي‌امارت یې د وېش په برخه کې د همکاریو او ستونزو حل ډاډ ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، افغانان په اوس وخت کې یو فعال اقتصاد ته اړتیا لري، ملګري د امریکا تر مشرۍ لاندې د عملي پلانونو له لارې غواړي د افغانستان بشري ناورین مخه ونیسي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist