ګریفیټس وایي، دا پیسې په لنډمهالي ډول د وضیعت کنټرول لپاره دي او په خبره یې د افغانستان ستونزه د تل لپاره نشي حل کولی.
ګریفیټس زیاتوي:« دا یوه لنډ مهالې مرسته ده،خو دا په جدي ډول اړینه لنډمهالې مرسته ده،چې نن موږ نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړه. که دا پیسې موږ ته رانه کړل شي، افغانستان کې به نور راتلونکې موجود نه وي. موږ ته باید دا پیسې راکړل شي.»
د اټکلونو له مخې،د افغانستان اوسنی وضیعت د ځمکې پر سر تر ټولو ناوړه بشري وضیعت دی،چې دمګړی په کې له نیمایي ډېر نفوس له سختې لوږې سره مخ دی او نهه میلیونه خلک یې بې ځایه شوي دي.