Skip to content
د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په لعلپورې ولسوالۍ پاتۍ کلي کې د سه شنبې پر وځ د «۱۴۰۰کال د مرغومې پر ۲۱» د یوه لاسي ګرنېټ بم د چاودلو له امله دوه ښځې وژل شوي او یوه ماشومه ټپي شوې ده.
د مسولینو په وینا پېښه هغه وخت رامنځته شوه،چې یادې ښځې خشاکو پسې غره ته تللې وې او هلته یې یو ناچاودی زوړ لاسي ګرنېټ پیدا او له ځان سره کور ته راوړی و.
کورته له راوړو وروسته ګرنېټ چاودنه کړې،چې له امله یې دواړه ښځې ووژل شوي او یوه ماشومه سخته ټپي شوه.
سپارښتنې دا دي،چې هېڅ کله ناچاوده مهماتو ته لاس مه وروړئ او اړوند مسوولینو ته خبر ورکړئ.