Skip to content
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې په بې مخنینې ډول سوالګر زیاتیږي، خلک خپل توکي پلوري او د ډېری کسانو تنخواوې له اوږدې مودې نه دي ورکړل شوي،چې دا هرڅه خواشینونکې ده.
یاد کمېټه وايي، د نغدو پیسو کمښت، د افغان کورنیو د ژور درد لامل شوی دی او په هره کورنۍ فشار مخ پر زیاتېدو دی.
د سره صلیب نړیواله کمیټه: « د هغو کسانو شمیر په بې مخینې ډول مخ پر زیاتېدو دی، چې په لارو کوڅو کې سوال کوي. دا د خواشینۍ وړ ده،چې خلک خپله شتمني پلوري او د ځان ګرمولو لپاره فرنیچر سوځوي. موږ له ډېری خلکو اوریدلي،په ځانګړي توګه د روغتیايي کارکوونکو په اړه، چې له ډېر وخته یې تنخواوې نه دي اخېستي. کورنیو د دې له امله چې کرایه یې نه شوه ورکولی، کورونه یې پریښي، په هره کورنۍ فشار مخ پر زیاتېدو دی.»
د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، د نغدو پیسو کمبود جدي ننګونه ده او اوس مهمه داده، چې نړیواله ټولنه د افغانستان اقتصاد ته پیسو د تزریق په تړاو څه ډول تصمیم نیسي.
د سره صلیب نړیواله کمیټه:« د نغدو پیسو کموالی، له جدي ننګونو څخه ده، چې د ټولنې ټولې برخې یې ځپلې دي. دا چې څوک په واک کې دي مهمه نه ده، مهمه اوس دا ده،چې نړیواله ټولنه څه ډول اجازه ورکوي یا نه ورکوي، چې د افغانستان اقتصاد ته پیسې تزریق شي، د کارکوونکو تنخواوې ورکړل شي، بانکي سیسټمونه عادي شي، ترڅو د ژور درد او لوږې سره مل دغه وضعیت لا نازک او خطرناک نه شي.»
د سره صلیب په دغه بیانیه کې،چې افغانستان کې وضعیت خواشینونکی او د اندېښنې وړ ښودل شوی، د ګڼو نړیوالو بنسټونو دریځ ته ورته ده،چې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو څرګندونې کوي.
پر کوردننه بیا ټېنګار دا دی،که امریکا کنګل کړې پانګه ازاده او بندیزونه لري کړي، نو وضعیت ښه کیدای شي، هغه څه چې تر اوسه ورته امریکا مثبت ځواب نه دی ویلی.