حقاني وايي، دولتي پوهنتونونو کې زده کړې د مالي امکاناتو د نشتوالي او د ښځینه او نارینه و د ګډو زده کړو له امله ځنډیدلې وې او پر وینا یې اوس تر یوه بریده دغه ستونزې حل کړل شوي دي.
حقاني زیاتوي:« د دې اقتصادي مشکلاتو له امله اسلامي امارت په دې نه توانیده،چې هغه دولتي پوهنتونونه پیل کړي،چې د دې مصارف د اسلامي امارت پرغاړه دي،په تحصیلي میدان کې چې کوم مشکلات دي، له اسلام سره ټکر او د افغاني عنعاتو سره کوم مسایل ټکر دي،هغه ختم کړي لکه مخلوط یا ګډ تعلیم ختم ول او د شرعي حجاب لازم ګرځول او په نږدې ورځو کې به پوهنتونونه شروع شي.»
حقاني وايي، په افغانستان کې یې د یوه داسې نړیوال پوهنتون جوړېدو امر اخېستی دی،چې د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې به په کې زده کړې کېږې او له نورو هېوادونو به محصلین د زده کړو لپاره دلته راځي.
هغه زیاته کړه:« موږ هم د نړیوال پوهنتونو د ایجاد لپار منظوري راخیستې ده او هغې کې به شرعیات ، طب ، زراعت او انجینیري برخو کې به د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې زده کړې شروع شي او د دې پوهنتون تدریسي نصاب به له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.»
حقاني د افغانستان د لوړو زده کړو تدریسي نصاب وروسته پاتې وباله او زیاته یې کړه،هڅه کوي،چې داسې نصاب جوړ کړي،چې د نړۍ د پوهنتونونو له نصاب سره برابر وي او په خبره یې دا کار به افغانستان د زده کړو په برخه کې له نړۍ سره سیال کړي.
همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي، هغه محصلین چې د کانکور ازموینې له لارې پوهنتونونو ته له جذب پاتې دي په فیس کې یې د اویا سلنې له تخفیف سره به یې د لوړو زده کړو خصوصي موسیسو ته معرفي کړي.
حقاني وايي،ترکیې، ایران، پاکستان، ازبکستان ،جرمني او اورپايي ټولنې ورسره د افغان محصلینو د لوړو زده کړو په برخه کې د مرستو او تحصلي برسونو د ورکړې ژمنې کړي دي.