Skip to content
له څلور میاشتني ځنډ وروسته په پکتیا کې د برښنایي پیژندپاڼو د ویش بهیر یو ځل بیا پیل شوی دی،خو ګردیز ښار کې یوازې یو مرکز پرانیستی او دویم تړلی دی.
د برښنایي پیژندپاڼو د ویش مرکز مسوول عتیق الله سیرت وایي، دویم مرکز د ځېنو ستونزو له امله د لنډ مهال لپاره تړل شوی او نږدې راتلونکي کې به بېرته پرانېستل شي.
سیرت زیاتوي:« د پکتیا مرکز ګردیز کې مخکې د برښنایي پیژندپاڼو دوه مرکزونه فعاله ول،چې یو یې بېرته پرانېستل شوی او دویم د ځېنې ستونزو له کبله تړلی دی. په نږدې راتلونکي کې به بېرته پرانېستل شي.»
د برښنایي پیژندپاڼو د ویش یوازیني مرکز ته ښځینه کارکوونکې هم راغوښتل شوي دي.
ماریه چې په دغه مرکز کې د ښځو د برخې د بایو مټیریک مسووله ده واي،خوشاله ده،چی بېرته ته دندې غوښتل شوې.
ماریه زیاته کړه:« زه دلته د ښځو برخې بایو میټیریک مسووله یمه، څه اسانتیاوې چې مخکې وې اوس هم شته دی. زه خوشاله یمه،چې بېرته دندې ته را وغوښتل شوم.»
د پکتیا اوسېدونکي د برښنایي پیژندپاڼو د ویش بیا پیل ته خوشاله دي او له مسوولینو غواړي، ولسوالیو کې دې هم د پیژندپاڼو د ویش تړلي مرکزونه بېرته پرانېزي.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:«دا یوه اوونۍ کیږي،چې بېرته پیل شوي،خلک بیخي زیات دي چې مراجعه کوي. اوس نوم لیکنه ان لاین نه ده، یوه اونۍ کې دې راغواړي.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« ټول افغانستان کې باید پیل شي،ان ولسوالیو کې هم ځکه چې د پیژندپاڼې درلودل اړین دي، که نه وي خلک له ډېرو ستونزو مخامخ کېږي.»
یوه اوونۍ کېږي،چې ګردیز ښار کې د برښنایي پیژندپاڼو ویش یو ځل بیا پیل شوی او مسوولین وایي، تر ۶۰۰ پیژندپاڼې چاپ ته لیږلي او ۱۵۰۰ نور غوښتنلیکونه یې هم ترلاسه کړي دي.