Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار د هډې فارم لسمه نمره کې د مالټو بڼونه جوړیږي

ننګرهار کې چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/11

د ختیځ ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ په بیګانانو کلي د یوه ښوونځي مخې ته  د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال  د مرغومې پر ۲۱ مه » غرمه مهال  چاودنه شوې،چې له امله یې ۹ ماشومان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د رسنیو مرکز پر خپله ټوېټر پاڼه د پیښې پخلی کړی او چاودنه یې د هاوان د ناچاوده سرګلولې له امله یاده کړې ده.

د ننګرهار  رسنیو مرکز:« د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ بېګانانو کلي کې، د جوارو پولی پلورونکي له لورې د یوې زړې هاوان مرمۍ ټکولو له امله چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې ۹  ماشومان شهیدان او څلور ټپیان شوي دي.»

د دغې پيښې ټول قربانیان د یوه ښوونځي زده‌کوونکي دي،چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو کم ښودل شوي.

کورنیو  چارو وزارت هم د ننګرهار لعلپوره کې چاودنه تائیدوي،خو دا یې رد کړې،چې ګواکې چاودنه د هاوان مرمۍ له امله ده.

یاد وزارت  رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، دغه  پېښه د ګازو ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه:« نن ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولايت  لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې، د جوارو د پولیو پلورونکي د ګازډبې چاودنې له امله د يوه ښوونځي ۹  تنه کوچني ماشومان شهیدان او یوشمېر نور يې ټپیان شوي دي.»

کورنیو چارو وزارت وايي، د پيښې ټپيان د درملنې لپاره د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته وړل شوي،خو دا چې وضعیت یې څومره ډاډمن دی، په اړه  یې کره مالومات نه شته دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist