د چین دبهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د روان بد اقتصادي وضیعت د مسوولیت ګوته امریکا ته نیولې او پر یاد هېواد یې غږ کړی دی،چې خپلې تېروتنې جبران کړي او په دې تړاوخپل نړیوال مسولیت وپیژني.
د یاد وزارت ویاند وانګ وینبین وايي،واشنګټن دې د افغان ولس کنګل شوې شتمني ازاده کړي او پر افغانستان لګولي اقتصادي بندیزونه دې لرې کړي.
وینبین زیاتوي:« موږ له امریکايي لوري غواړو،چې په خپلو تېروتنې غور وکړي، خپل نړیوال مسوولیت ته اوږه ورکړي او د افغانستان کنګل کړې پیسې خوشې کړي او ترڅنګ یې پر افغانستان لګولي بندیزونه هم ژر تر ژره لرې کړي.»
کابل د بجینګ له دغه دریځ او غوښتنې هرکلی کړی او له افغان ولس سره یې د مرستو په برخه کې ښه ګام ګڼلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، امریکا دې د افغان ولس کنګل شوې شتمني له قید او شرط پرته راخوشې کړي او په اوسنیو شرایطو کې چې افغانانو له یوه بد وضیعت سره مخ دي، نړیوال مرستندویه بنسټونه دې ورسره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي .
کریمي زیاته کړه:« له افغانانو سره د همکارۍ په برخه کې،چې هرڅوک غږ پورته کوي،موږ یې هرکلی کوو. دا ښه ګام دی،باید د افغانانو کنګل شوې پیسې له قید او شرط پرته راخوشې شي. د افغانانو غوښتنه هم همدا ده،چې له دې علاوه نور یې هم لاس نیوی وشي، د مقدرو هیوادونو او مرسته کوونکو بنسټونو له لوري باید ورسره مرسته وشي او ټول باید له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.»
له دې وړاندې په کابل کې په همدې موخه لاریونونه ترسره شول،چې امریکا دې د افغانستان شتمني له کنګل وباسي او اقتصادي بندیزونه دې ترې لرې کړي،خوپه دغه برخه کې واشنګټن لاهم په خپل دریځ ولاړ دی .
دا خبرې داسې مهال کېږي،چې له تیرو پنځه میاشتو راهیسې امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالر کنګل کړي،چې له امله یې د افغانستان بانکي نظام د سقوط له ګواښ سره مخ شوی او میلیونونه افغانان یې له اقتصادي ناورین سره مخ کړي دي.