Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کریمي: قزاقستان کې د روان تاوتریخوالي دوام پر افغانستان هم منفي اغیز کولای شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/10

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د مرکزي اسیا او د سیمې د یوه هیواد په توګه په قزاقستان کې د کړکیچونو زیاتیدل،ناخواسته پر افغانستان او شااوخوا هېوادونو هم منفي اغیز کولای شي.

کریمي زیاتوي:« اسلامي امارت د پالیسۍ او موقف له مخې دې ته لېواله دی،چې په ټولو هېوادونو کې ارامي وي او هېڅ هېواد له کړکېچ سره مخ نه وي. وضعیت تر کنټرول لاندې وي. ځکه کړکېچ د هېڅ هېواد پر ګټه نه دی. خو کله چې کړکیچ رامنځ ته کېږي،نو طبعآ یوازې افغانان نه بلکې پر شااوخوا ټولو هېوادونو منفي اغیز کوي.»

د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو یو مهم هېواد قزاقستان چې له اوږدې مودې راهیسې د یوه ارام هېواد په توګه پیژندل کیده، اوس له سخت بد ناورین سره مخ دی.

دغه هیواد کې تازه لوړپوړي چارواکي د لاریونونو تر شاه د لاس درلودلو په تور نیول شوي او ولسمشر یې پر لاریون کوونکو د مخامخ ډزو امر کړی دی.

د اسلامي امارات د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د قزاقستان روان وضعیت ته اندیښنه ښودلې او اوس یې هم مني،چې افغانستان یې له بدو پایلو خوندي نه پاتې کیږي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر  شنونکي بیا وايي، له سیاسي اغیزو پرته د افغانستان ډېری لومړني خوراکي توکي له قزاقستانه راځي،چې د لاریونونو له پیل سره د دغه هیواد ګمرکونه هم تړلي دي.

 د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل  وايي:« له کومې ورځې،چې په قزاقستان کې لاریونونه پیل شوي دي، په دغه هېواد کې ټول ګمرکونه تړل شوي او واردات او صادرات نه کېږي. ټرانزیټي لارې تړلې دي،چې د ټرانزیټ بندیدل پر افغانستان مستقیم اغیز کوي.» 

ځينو رسنیو او بنسټونو برعکس دا تحلیلونه او راپورونه وړاندې کړي،چې د قزاقستان د روان بد وضعیت لامل د افغانستان وروستي تحولات دي،چې دغه ادعاوې اوس له بېلابېلو ادرسونو رد شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي:«  دا هېڅ ډول منطق نه مني،چې له افغانستانه دې دغه کړکېچونه قزاقستان ته غځيدلي وي.

 د سیاسي چارو شنونکی همایون خان رووفي وايي:« سره له دې چې په روسیه کې ځینې شنونکي دا تحلیل کوي،چې ګویا په قزاقستان د روان کړکېچونه او بې نظمۍ له افغانستانه سرچینه اخلي او په تیره بیا د ګاونډیو اسلامي هېوادونو اخېستل کېږي،چې دا حقیقت نه لري. بلکې له منطق نه لرې خبره هم ده.»  

که څه هم د دغو لاریونونو تر شاه  د لاس درلودلو او یا پر تاوتریخوالي د کنټرول نه درلودلو په تور د دغه هېواد د کورنیو استخباراتو مشر او یو شمیر نور لوړپوړي چارواکي زندانیان شوي،خو تر اوسه د دغه پاڅون کوم مشخص مشر مالوم نه دی.

ځینې راپورونه دا هم دي،چې د دغو لاریونونو ملاتړ د لویدیځ له لوري کېږي،ترڅو روسیه هلته بوخته شي او له اوکراین یې پام واوړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist