د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، جلال د نظام تخریب او او پر وړاندې یې د خلکو پارولو په تور نیول شوي او د استخبارتو ترڅیړنو لاندې دی.
کریمي زیاتوي:« د جلال به نوم چې کوم متعصب کس نیول شوی دی،د نظام پر ضد دتخریب پر جرم چې د نظام د تخریب لپاره یې خلک پارول او همدا راز د خلکو عزت د پای مالولو په جرم استخباراتو نیولی دی، ترڅو پوښتنې ترې وشي او دی ځواب ورکړي.»
د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی فیض الله جلال وروسته له هغې ونیول شو،چې د هغه په نوم په یوه ټویټر پاڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو پاروونکې څرګندونې وشوې.
جلال پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ډیورنډ کرښه چې د پښتنو رهبرانو له لوري په مکرر ډول لاسلیک شوې،د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده او د نړۍ دغې پیژندل شوې پولې ته زموږ دهېواد خلک درناوی لري .
په ورته مهال د اسلامي امارت د رسنیو د مرکز مشر قاري یوسف احمدي ویلي،فیض جلال او یا بل هرهغه څوک،چې له اوسني نظام سره کینه ښي،خلک د یو بل پروړاندې را پاروي او د شرعي او اسلامي نظام پر وړاندې ورته تلقین ورکوي،هېڅ کله یې تحلیل کوونکی نه شو بللی او دا د استاد له نوم نه په ګټې اخیستنې سره د پردیو ګټو لپاره شوم او طرحه شوي افغانستان ضده پلانونه عملي کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د جلال په نوم یو متعصب انسان د خپلو هغو خبرو د وضاحت لپاره نیول شوی دی،چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک د نظام پر ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره یې لوبې کولې.
دافغانستان یو پخواني دیپلومات عزیز معارج لیکلي،ملي خیانت او ملي جرم څه ته ویل کیږي ؟ هېواد او خاوره پنجاب ته ډالۍ کوي ایا ګرفتار نه شي.
یوشمیر نور بیا د فیض الله جلال د خوشې کېدو غوښتنه کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي،چې جلال خوشې کړي .
په ورته مهال دفیض الله جلال د خوشې کیدو لپاره په کابل کې یو شمیر ښځو لاریون هم کړی او د جلال د ازادیدو شعارونه یې ورکول.