Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شجاع: هېواد کې ۸۰ سلنه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/10

طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال  مولوي عنایت الله شجاع وايي، د هېواد پر کچه ۸۰  سلنه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

شجاع دا خبري د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۹ مه» کابل کې له شااوخوا ۴۰۰ اړمنو  کورنیو د مرستې وېش په اړه جوړو شویو مراسمو کې وکړې. 

هغه  پر شتمنو او نړیوالو غږ وکړ، د خپلې انساني همدردۍ له مخې د افغانانو لاسنیوی وکړي او مرستې وکړي.

په ورته وخت کې شجاع وايي، د مرستو  وېش لړۍ له کابله یې پيل کړې او په خبره یې  ولایتونو ته هم غځېږي.

شجاع زیاته کړه:«مرستې چې شروع شو‎ي،شااوخوا ۳۷ زره کورنیو ته تر اوسه پورې دا مواد تقسیم شوي او رسېدلي دي. دا لړۍ به ان شاءالله روانه وي او له کابل شروع وشوه.» 

اخوا  بې وزله کورنۍ د اسلامي امارت له دې اقدام خوښ دي،چې په سخت ژمي کې یې لاسنیوی وکړ.

  دوی وایي، دا مرستې ورته تر یو بریده بسنه کوي او د دوامداره مرستو غوښتنه لري.

یو تن  بې وزله کس وايي:« موږ له دغې مرستې ډېر خوشحاله یوو،چې موږ غریبانانو سره دوی دا مرسته وکړه. زموږ خلک ډیر فقیر او بې وزله دي او له اسلامي امارته خوشحاله یوو، راغلل زموږ کورونه یې وکتل او زموږ خلک ډېر په بد وضعیت کې دي.» 

افغان سوداګر له خپلو نورو همسنګرو غواړي،چې په دې سخت وضعیت کې د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږي او لاسنیوی یې وکړي.

افغان سوداګر کبیر کبیرخیل وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې په دې شپو ورځو کې هېوادوال مو په سخت وضعیت کې دي. هېله لرو،چې د مرستو رسولو بهیر هېڅ کله ونه دریږي او دې وخت کې مرستې کول یوه انساني او ایماني دنده ده.»

طبعي يپېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، څوک چې سروې کړي او مرستې پرې ووېشي، نو بیا ځلې هم ورسره مرستې کوي او دغې لړۍ ته دوام ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist