حماس زیاته کړه:« موږ ویلی شو،چې د ودانیو جوړیدو برخه کې چې د مټاخان، چهاربران ومنې او یو شمیر نورو ولسوالیو ته ودانۍ جوړې شوي او پر پاتې به راتلونکی کال کار وشي.»
حماس وايي، د ښرنې ارګون پر سړک د پړاوو لوی پل چې د جګړو له کبله ویجاړ شوی و، او همدا راز ځینې نور پلونه او پلچکونه هم رغول شوي دي.
حماس زیاتوي:« د ارګون ښرنې پر سړک پړواوو پل چې یو لوی پل دی او تیرو جګړو کې ویجاړ شوی وو،د دوو میاشتو په موده کې ورغول شو. همدا راز ځېنې نور پلونه او پلچکونه هم جوړ شوي دي.»
د پکتیکا مرستیال والي همدا راز وایي، سر له اوسه د بودیجې په لټه کې دي او راتلونکی کال د پلتو بند تر څنګ ګڼې نورې هغه پروژې بشپړیږي،چې روان کال کې یې چارې نیمګړې پاتې شوې.
هغه وايي:«په ټولییز ډول هغه پروژې،چې سږ کال یې کارونه نیمګړي پاتې شول،لکه پالتو بند او نور دا به له خیره راتلونکی کال بشپړیږي. سر له اوسه یې د بودیجې لټون روان دی.»