Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د احمد خېلو والسوالۍ اوسېدونکي د نرۍ برښنا بند جوړېدو غوښتنه کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/08

په سوېل کې د پکیتا احمد خېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ايي، د نرۍ برښنا بند سروې د تیر حکومت پر مهال ترسره شوې او اسلامي امارت دې پرې راتلونکی کال کار پیل کړي.

د احمدخېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ ته نه پر کاریزونو کار شوی دی او نه هم د بندونو پر جوړولو. د نرۍ برښنا بند باندې هم کار نه دی شوی. زموږ هېله ده،چې دا جوړ شي.» 

د احمد خېلو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«د نرۍ بند لپاره بودیجه هرڅه منظور شوي وو، خو کار پرې ونه شو. موږ ته دې اسلامي امارت دغه بند جوړ کړي.» 

تیر حکومت د نرۍ برښنا بند لپاره ۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي و او د مالوماتو له مخې چې لومړنۍ سروې یې هم ترسره شوې.

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي میرزا علي وايي:« د دغه بند سروې تیر حکومت کړې وه،خو بیا یې کار مالوم نه شو،چې کوم ځای ته ورسید.له اسلامي امارته غواړو،چې دغه موضوع وڅاري.» 

خو د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې امر عبدالکریم بیا وايي،اسلامي امارت پکتیا کې راتلونکی کال پر هغو بندونو او چیک ډیمو بیا ځلې کار پیل کوي،چې چارې یې ځنډیدلي او پر هغو بندونو هم کار کوي،چې لومړنۍ چارې ترسره شوي دي. 

عبدالکریم زیاتوي:«اسلامي امارت د بندونو او چیک ډیمونو جوړولو لپاره پلان لري د بندونو او چیک ډیمونو جوړیدو ځنډیدلې چارې به پیلیږي او تر څنګ یې پر هغه بندونو به هم کار کیږي،چې لومړنۍ چارې یې ترسره شوي دي.» 

خو د اسلامي امارت په راتلو سره د مچلغو بند جوړیدو چارې چې څو سلنې مخته تللي،یو ځل بیا ځنډیدلي او خلک غوښتنه کوي،چې بېرته دې پیل شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist