Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فلیپو ګرانډي: په افغانستان کې ۹ میلیونه کسان بې ځایه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/08

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي ادارې کمیشنر فلیپو ګرانډي له واشنګټن پوټ سره په خپله  مرکه کې ویلي، اوس په افغانستان کې ۹ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي. 

ګرانډي ویلي، د ملګروملتونو د وروستیو څېړنو له مخې، اوس مهال د افغانستان اقتصاد ۸۰ سلنه فلج دی او نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي.

ګرانډي زیاته کړې:« درې نیم میلیونه کسان په افغانستان کې بې ځایه شوي دي، خو دا اوسنۍ شمیره نه ده، بلکې له کلونو جګړې له امله بې ځایه شوي دي. خو د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نیټې راپدیخوا وضعیت نور هم خراب شوی او ۸۰ سلنه اقتصاد فلج شوی دی. د افغانستان نیمايي برخه نفوس له قحطۍ سره مخ دی.» 

ګرانډي د بشري مرستو د رسولو او بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره له اسلامي امارات سره تعامل او سیاسي مذاکرات اړین بللي او پر وینا یې له دې سره به د بشري مرستو رسولو پروسه اسانه شي.

ګرانډي زیاتوي:« زه فکر کوم،چې دا تعامل ډیر اړین دی. اوس مهال خو باید بشري مرستې ډيرې د تمرکز وړ اوسي خو اوس باید ووایم  چې دا برخه هم ډیره مهمه ده او دا کولای شي مثبتې او رغنده پایلې ولري. په دې تعامل او ډيپلوماټیکو اړیکو سره به زموږ او ملګروملتونو کار هم اسانه شي.» 

ګرانډي هغه پوښتنې ته چې طالبان بدل شوي،که د پخوا په څېر دي،په ځواب کې وویل، افغانستان او افغانان بدل شوي او طالبان اړ دي،چې د مخکینۍ دورې په څېر له دوی سره چلن ونه کړي.

ګرانډي زیاته کړې:« هغه څه چې بدل شوي دي،هغه د افغانستان خلک او افغانان دي. که طالبان بدل شوي اوسي او که نه خو افغانستان د ۲۰ کلونو پخوانی افغانستان نه دی او د خلکو ذهنونه اوس ډیر بدل شوي دي. اوس طالبان هم اړ دي چې له نوي افغانستان سره د ۲۰ کلونو پخواني افغانستان په څېر چلند و نه کړي.» 

د کډوالو د عالي ادارې کمیشنر زیاته کړه،چې د تېرو جګړو په څېر تر اوسه پورې زیات شمیر کسان نه دي کډوال شوي،خو د کډوالۍ بهیر ګړندی شوی،ځکه یوازې ایران ته څه باندې ۵۰۰ زره افغانان اوښتي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist