Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ملګرو ملتونو کې د ا.ا استازي نه شتون به نړۍ له افغانستان نوره هم لرې وساتي

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره مو  د مرستو په موخه تېر کال یو اعشاریه پنځه  میلیارده ډالر بسپنه راټوله کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/06

د ملګرو ملتونو  د سرمنشي ویاند سټیفین  ډوجاریک د یوه خبري کنفرانس  پر مهال وویل، د افغانستان لپاره یې د مرستو په موخه د تېر کال پلانونو له مخې د یو اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو بسپنه راټوله کړې ده.

ډوجاریک ویلي، یادې پیسې د هغو پلانونو پر بنسټ راټولې شوي،چې عمومي مشر انټونیو ګوترس تېر کال د افغانستان لپاره اعلان کړي وو.

ډوجارېک  زیاته کړه:« مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو د تېر کال د دوو غوښتنو لپاره ۱.۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي،چې په ډله کې یې ۷۷۶ میلیونه ډالر د بېړنۍ مرستې لپاره او ۷۳۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو لپاره پلان شوي دي. دغه پلانونه د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د عمومي مشر انټونیو ګوترس له خوا اعلان شوي وو.» 

ډوجاریک په افغانستان کې د روانو اورښتونو په تړاو هم اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې د افغانانانو وضعیت یې له پخوا زیات ننګولی دی.

 هغه زیاته کړې، افغانستان کې یې د هوا په سړېدو سره خپل فعالیتونه چټک کړي او په دې برخه کې پر خپلو کړیو ژمنو ولاړ دي.

ډوجارېک زیاتوي:« که څه هم راتلونکو ورځو کې د نور اورښت او هوا سړېدو اټکل دی، خو زموږ بشري ادارې په چټکۍ سره کار کوي او هغه ژمنتیا پر ځای کوي،چې د خپلو فعالیتونو د چټکولو برخه کې یې کړې وه. تېر ډیسمبر میاشت کې زموږ همکارانو په افغانستان کې اووه میلیونه خلکو ته خوراکي،غیر خوراکي، نغدې پیسې او د ژمي توکي رسولي دي او دا لړی لا هم په ډېرو برخو کې روانه ده.» 

اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له خوا د شویو مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی دی، چې د  افغانستان خلک دا ډول مرستو ته لا ډېره اړتیا لري.

په ‌همدې حال کې اسلامي امارت له ملګرو ملتونو غوښتي،چې د بشري مرستو د لا اغیزمنتیا لپاره دې دغه مرستې د دوی په همغږۍ پر اړمنو کورنیو وویشي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:« موږ د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کوو،خو له دوی غواړو،چې باید دا مرستې له اسلامي امارت سره په همغږی وویشل شي،تر څو لا ډېر موثریت او اغیزمنتیا ولري. ملګري ملتونه باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.» 

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه داسې مهال له افغانستان سره د بشري مرستو لړی جاري ساتلې ده،چې دلته واکمن حکومت لا هم په رسمیت نه دی پیژندل شوی او د نړیوالو له خوا وضع شویو بندیزونو د افغانانو ورځنی ژوند سخت کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist