Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع وزارت: د وسله وال پوځ جوړېدو چارې په بشپړېدو دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/06

له تیرو څلور نیمو میاشتو راهیسې ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ پر جوړښت کار پیل کړی او ټولې قولې اوردګانې یې فعالې کړي،چې په کې سرتېرو ته پوځي او فکري زده کړې ورکول کېږي.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، د وسله وال پوځ د جوړېدو چارې  ۸۰ سلنه پشپړې شوې دي او په لنډه کې موده کې به افغانان یوې مجهزه او خپلواکه اردو ولري،چې له هېواده به ساتنه کوي.

خوارزمي زیاته کړه:« د اردو جوړښت کارونه په پایته رسیدو دي او کابو اتیا سلنه چارې بشپړې شوي دي او په نږدې وخت کې د افغانستان ولس او زموږ هېواد د  یوې خپلواکې منظمې او مجیهزې اردو شاهد ووسي.»

پخوانی نظامي توریالی ځاځی وايي، اسلامي امارت باید داسې پوځ جوړ کړي،چې هېواد له ځکمنۍ بشپړتیا دفاع وکړي او له ملي ځواکونو جوړ وي.

پوځي شنونکي توریالی ځاځی وايي:« طالبانو ته په کار ده،چې یوه ځواکمنه قوي ملي اردو جوړه کړي،چې وکولی شي،چې د هېواد له حدود اربعې او استقلالیت نه دفاع وکړي او دا باید په ملي ځواکونو باندې ولاړه اردو وي.»

ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، د تجهیزاتو له پلوه پر ځان بسیا دي او کولای شي،چې په شته امکاناتو د هېواد له هوايي او ځکمني حریمه دفاع وکړي.

خوارمي  زیاته کړه:« په کافي اندازه تجهیزات لرو،چې وشو کولای،له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا،د خپلو سرحدونو او د خپل هوايي او ځمکني حریمه پرې دفاع وکړو.» 

په ورته مهال کورنیو چارو وزارت د پولیسو له تعلیم اوتربیې خبر ورکوي،چې ورته پیل کړې ده او ډېر ژر به د افغانستان ټول پولیس ځانګړی یونیفورم ولري. 

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجینیر عزام  وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له خوا پولیسو ته د تعلیم او تربیې لړۍ د پیل ترڅنګ او په ځانګړي  یونیفورم سمبال کېدو لړۍ روانه ده او ټول پولیس به د ځانګړي یونیفورم خاوندان شي.» 

ملي دفاع وزارت وايي، د وسله وال پوځ شمیر به تر ۱۰۰ زرو ورسوي او په ټولو اړینو پوځي تجهیزاتو به سمبال ځواک وي،خو تیر حکومت شااوخوا ۲۰۰ زره سرتیرو یوازې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې درلودل او په ټول هېواد کې یې شااوخوا ۹۰ زره پولیس د قانون تنفیض لپاره ګومارلي وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist