د پاکستان پوځ ویلي، د اغزن تار غځولو چارې بشپړوي او دا یې د سرحدونو مدیریت یوه برخه بللې ده.
د پاکستان پوځ ویاند جنرال بابر افتخار وايي:« موږ په بشپړه توګه چمتو یو،د پاکستان د سرحدونو د مدیریت له لوري چې کوم کار روان دی،هغه به په خپل ټاکلي وخت پای ته ورسېږي. د افغانستان او پاکستان پر پوله چې د سرحدونو د مدیریت له لوري د اغزن تار غځولو کوم کار پیل شوی و، تقریبا ۹۴ سلنه بشپړ شوی دی.»
د افغانستان دفاع وزارت پر ډیورنډ فرضي کرښه د تاسیساتو جوړول پرافغان خاوره تیری بللی او ویلي یې دي،چې په دې تړاو بېتفاوته نه شي پاتې کیدای.
بلخوا بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د هر ډول پرېکړې او بحث واک د ملت بللی او دا یې د حکومتونو له صلاحیتونو پورته موضوع بللې ده.
دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي:« اسلامي امارت دا موضوع ملت ته سپاري. دا د ملت موضوع ده،چې د ډیورنډ او اغزن تار په اړه څه ډول پرېکړه کوي.دا د حکومتونو له صلاحیتونو پورته مسله ده.»
بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، د ډیورنډ کرښه باندې پاکستان کوم حق نه لري او دا مسله د بریټانوي هند او دواړه غاړو ته د پښتنو حق دی،خو اوس پاکستان غواړي اسلامي امارت له زخمي ګوتې ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکیاحمدشا اندړ وايي:« د ډیورنډ فرضي کرښې قرار داد د ۹۹ کلونو لپاره له بریټانیوي هند سره شوی وه، له هغه وخت شااوخوا ۳۳ کاله پوره کېږي. اوس چې پاکستان غواړي اغزن تار تېر کړي. دا یو غیر قانوني او ډیپلوماټیک عمل دی او پاکستان غواړي،په اوس حساس وخت کې اسلامي امارت له زخمي ګوتې ونیسي او دا موضوع ورسره حل کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي وایي،اسلامي امارت باید د دولت پر کچه یوه اعلامیه کې خپل دریځ روښانه کړي.
د سیايي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« خو په ټوله کې طالبانو حکومت ته په کار ده،چې د دولت پر کچه باندې یوه اعلامیه خپره کړي. په دې هکله دریځ خپل مالوم کړي،په بهرنيۍ پالسۍ کې د پاکستان په تړاو دا واضح کړي، چې تر اټکه پورې خپله خاوره غواړي او که نه دا خاوره د افغانستان حق ده او طالب عسکر چې مخه یې نیسي دا د ستاینې وړ ده.»
افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه او د جګړې دوام هم د همدې کرښې له امله ده.پاکستان تل هڅه کړې، چې د تاوتریخوالي له لارې خپل هغه هدف ته ورسیږي،چې وښي ډیورنډ فرضي کرښه یو رسمي سرحد ده. تراوسه پورې هېڅ یو افغان حکومت ډیورنډ فرضي کرښه پر رسمیت نه ده پېژندلې.