د احمد خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« احمد خېلو ولسوالۍ کې تیرو کلونو کې د پام وړ کارونه نه دي شوي، ځینې پروژې چې چارې پیل شوې وې، نیمګړې پاتې دي. له اسلامي امارته غواړو،چې بودیجه ورته پیدا او بشپړ یې کړي.»
د احمد خېلو والسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د نورو ولسوالیو پرتله احمدخېلو ولسوالۍ ته تیرو کلونو کې پام نه دی شوی. زموږ غوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت ورته لومړیتوب ورکړي او زموږ ستونزې دې هوارې کړي.»
د احمدخېلو اوسېدونکي همدا راز د پوهنې او روغتیا برخو کې د بنسټیزو ستونزو یادونه کوي او وایي،اسلامي امارت دې ورته حل لارې ولټوي.
د احمد خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« زموږ ولسوالۍ کې دوه فرعي کلینیکونه شته دی،چې لیرې سیمو کې دي او ډېری خلک ورته لاسرسی نه لري.هېله ده،چې دې برخه کې مو ستونزې هوارې شي.»
د احمد خېلو والسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي:« ښوونځیو کې مو هم ګڼې ستونزې شته دی، ډېری یې ودانۍ نه لري او د ښوونکو او درسي موادو له کموالي سره مخامخ دي.»
د احمد خېلو ولسوال صادق عمیر هم مني،چې تیرو کلونو کې د جګړو او نورو لاملونو له کبله احمد خېلو کې د پام وړ کارونه نه دي ترسره شوي.
عمیر زیاتو وايي، راتلونکی کال به نیمګړې پروژې بشپړې او د پوهنې او روغتیا برخو ته به هم ځانګړی پام وشي.
عمیر زیاته کړه:« تېرو کلونو کې رښتیا هم کار نه دی شوی، یوازې ولسوالي د حکومت تر واک لاندې وه،پر نورو سیمو اسلامي امارت کنټرول درلود.موږ خلکو ته ډاډ ورکوو،چې ستونزې به یوه په یوه حل شي.»
احمد خېل د ګردیز پټان پر لویه لاره پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې تیرو کلونو کې ترې د جګړو رپورټونه خپریدل او له همدې کبله په کې بېلابېلو برخو کې کارونه نه دي ترسره شوي او اوسېدونکي یې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.