د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، امریکا هم اوس د ناټو په څېر د افغانستان له جګړې د زدکړو درسونو په تړاو دا ډول غونډې نیسي او له ځانه پوښتي،چې په یوه لرې شرقي هېواد کې یې د ولسواکۍ راوستلو لپاره اوږده مبارزه ولې وبایلله.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« امریکا په دې نظر ده،چې اوس یې وخت دی،چې له ځانه وپوښتي، ولې یې دا جګړه داسې وبایلله،ځکه دوی غوښتل،چې په یوه لرې پروت هېواد کې ډیموکراسي پلي کړياو دا پوښتنه به هم له ځانه کوي،چې د افغانستان کوم مشران چې دوی خپل شریکان ګڼل،هغوی روغ خلک وو او که نه.»
اخوا امریکا دا درس زده کړې،چې نور تر هغې د نړۍ په کړکیچونو کې ځان نه ښکېلوي چې په مستقیم ډول یې ګټې له ګواښ سره مخ نه وي.
یو شمیر نور بیا دا ډول سوال او ځواب د نړیوالو په سترګو کې د خاورو شیندل بولي او وايي،په دې کار سره امریکا ځان د نړیوالو او خپل ولس له ملامتۍ خلاصوي.
د سیاسي چارو شنونکی بلال فاطمي وايي:« ددې لپاره،چې دوی د امریکا خلکو ته یو جواب وشي ویلیاو د تاریخ لپاره یو سند پیدا کړي،نو دوی په دې لټه کې دي،چې دا سوالونه او ځوابونه وشي. ترڅو د امریکا خلکو ته یو قناعت بخشه ځواب ورکړل شي. ځکه ډېره قیمتي جګړه وه او پر نړیواله کچه یې د هغو حیثیت ته زیان ورسوه او اقتصادي زیان یې هم ولیده.»
د امریکا سنا مجلس، تېر سپټمبر میاشت هم دواړه وزیران پر همدې موضوع استیضاح کړي ول،خو دفاع وزیر لویډاسټین په کې ګډون نه وکړی او د ګډون نه کولو لامل یې دا ښودلی و، چې دوی تر اوسه پورې د وروستیو تحولاتو په تړاو خپل مالومات نه دي راټول کړي.