Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له امنیت شورا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه؛بندیزونه د فشار وسیلې په توګه مه کاروئ

بهرنیو چارو وزارت ایټالیا کې د افغانستان له سفارته د یوه افغان ډیپلوماټ اېستلو ته غبرګون ښودلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/06

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه  کې ویلي، د محمد فهیم کشاف په نوم پخوانی ډپلوماټ د سفارت ودانۍ ته د سفیر په نوم ننوتی، د سفارت کارکوونکو ته یې ویلي،چې دطالبانو له لوري سفیر ټاکل شوی او د سفارت د کار کوونکو مخته یې پر سفیر حمله وکړه،خو سفیر له ځانه د دفاع لپاره د کوربه هېواد له پولیسو مرسته وغوښته.

ایټالیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې یوه برخه:« محمد فهیم کشاف په غیری قانوني ډول د افغانستان اسلامي جمهوری سفارت ته د خپل کم عمره زوی سره داخل شو. نوموړي ویل، دی طالبانو نوی سفیر ټاکلی دی. کشاف د افغانستان اسلامي جمهوریت په سفیر حمله وکړه، د حملې مخنیوی وشو او د ایټالیا له پولیسو مرسته وغوښتل شوه، پولیسو کشاف د سفارت له ودانۍ وباسه.» 

سفارت ویلي، کشاف له وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوری نظام او ملي ارزښتونو ته د نه پاملرنې له امله له دندې ګوښه شوی دی.

ایټالیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې یوه برخه:« محمد فهیم کشاف، وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوری نظام او ارزښتونو ته په نه پاملرنه له دندې ګوښه شوی و او د ګوښه کیدو رسمي مکتوب یې د بهرنیو چارو وزارت او د ایټالیا نړیوالو همکاریو له لورې صادر شوی دی.» 

په همدې حال کې د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت دغې شخړې ته غبرګون ښودلی، کشاف یې رسمي ډیپلوماټ یاد کړی او له سفارته د هغه په زوره اېستل یې غیر قانوني عمل بللی دی.

د بهرنیوچارو وزارت:«محمد فهیم کشاف، د ۱۳۹۹/۹/۲۸ روم- ايټالیا کې دافغانستان سفارت لومړی سکرتر ټاکل شوی،چې د ۱۴۰۲/۹/۲۸ به د افغانستان سفارت د رسمي ډیپلوماټ په توګه پیژندل کیږي. د کشاف د ګوښه کیدو په تړاو کومه پریکړه نه ده شوې. دغه راز د اسلامي امارت له لورې، د سفیر په توکه د نوموړي ګومارل کېدل هم له حقیقت لرې ده. دا چې د ښاغلي کشاف د ماموریت موده نه ده ختمه، نو د سفارت د مسوولینو له لورې یې له سفارت اېستل یو غیری قانوني او د دوی له وظیفوي صلاحیت پورته ده.» 

په روم کې د افغانستان سفارت سربېره په نورو هېوادونو کې هم د افغانستان ډېری سفارتونه د واک په خلا کې واقع دي او یو شمېر یې د تېر نظام استازولي کوي او تر دې دمه یې برخلیک مالوم نه دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist