Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی:د مشرانو هغو اوامرو پرځای کول واجب دي چې د شریعت مطابق  وي

ستانکزی: اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/05

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي پکتیا کې یوې ناستې د وینا پر مهال وویل، اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي او هېله لري،چې هېوادونه به یې پر رسمیت وپیژني.

ستانکزي د بهرنیو ځواکونو نه موجودیت، ډاډمن امنیت او د قانون تطبیق او پر ټولو پولو کنټرول د رسمیت پیژندلو عمده شرایط بولي.

 ستانکزي زیاته کړه:«د رسمیت پیژندنې ټول شرایط پوره شوي،هدف دا دی،چې افغانستان ازاد دی،بهرني ځواکونه نه شته دی، امن ټینک دی اسلامي نظام حاکم دی او ټول سرحدونه کنټرول دي.»  

عباس ستانکزی همدا راز وایي، له امریکا او اروپایي هېوادونو سره لا بحثونه نه دي وروستي شوي او له څو میاشتې راهیسې ورسره خبرې روانې دي.

ستانکزی زیاتوي:« موږ له امریکا او ناټو سره ځینې ستونزې لرو، تاسو به خبر یاست،چې له څو میاشتو راهیسې ورسره موږ په خبرو بوخت یو او موږ هېله من یو،چې په نږدې راتلونکي کې به د رسمیت پیژندلو لړۍ پیل شي.» 

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې او ازغن تار په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي شوي او په دې اړه حکومتونه خبرې نه شي کولی او دا صلاحیت یوازې له ملت سره دی. 

ستانکزی وايي:« د ډیورنډ موضوع دا د ټول هېواد موضوع ده،نه د حکومت. دا به ملت ته سپارو او اسلامي امارت له پاکستاني لوري سره په دې اړه هېڅ ډول خبرې نه دي کړي.» 

اخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي،د اغزن تار د لګولو پر وړاندې یو شمیر سیمو کې رامنځته شوې ستونزې به له اسلامي امارت سره له دپلوماتیکو لارو هوارې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist