د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي پکتیا کې د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر۱۴ مه» یوې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، امریکا په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې،خو په اقتصادي،استخباراتي او تبلیغاتي برخه کې لا هم له اسلامي امارت سره په جګړه بوخته ده.
ستانکزی وايي، شته اقتصادي ستونزې او بندیزونه ممکن تر یوه وخته پورې دوام وکړي، خو پر وینا یې چې له بېلابېلو لارو یې هڅې روانې دي.
ستانکزي زیاته کړه:«دښمن اوس هم له موږ سره په اقتصادي، تبیلیغاتي او استخباراتي برخو کې پر جګړه بوخت دی. ان شالله دې برخو کې به هم داسې ماتیږي، لکه نظامي برخه کې یې چې ماتې وخوړه.»
په ورته وخت کې ستانکزي له پانګه والو وغوښتل،چې د بهرنیو هېوادونو پر ځای دې پر کور دننه پانګونه وکړي او پر وړاندې یې امنیتي او نور ټول خنډونه لیرې شوي دي.
هغه زیاته کړه:«موږ به زمینه ورته برابره کړو،چې زموږ پانګه وال د بهرنیو هېوادونو پر ځای پر کوردننه پانګونه وکړي،. اوس دلته د پانګونې لپاره په ټولییز ډول زمینه برابره ده.»
اخوا د پکتیا والي محمد علي جان وايي،اسلامي امارت د ټولو هغو کسانو د امنیت ساتنې مسئولیت لري،چې د پخواني حکومت امنیتي ادارو کې یې کار کړی او څوک دې د وېرې له کبله د هېواد پریښودو ته زړه نه ښه کوي.
علي جان زیاته کړه:«دې خلکو ته ډاډ ورکوو، چې اسلامي امارت د ټولو تېروتنو بښنه درته کړې او اوس ستاسو امنیت ساتل د اسلامي امارت مسوولیت او دنده ده.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا بهرنیو هېوادونو ته له تللیو افغانانو وغوښتل،چې بېرته دې هېواد ته راستانه شي او د امنیتي،اقتصادي او نورو سکتورونو پیاوړتیا کې دې برخه واخلي.