Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا مشرانو جرګې ځینې غړي د بې اسنادو افغان کډوالو په اړه اندېښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/05

یو شمېر امریکايي سناتورانو په نومبر میاشت کې د ولسمشر جو بایډن له ادارې د ۷۶ زره افغان کډوالو د قضیو راپور غوښتی وو،چې تر اوسه پورې ورته نه دی وړاندې شوی.

دغه سناتورانو اوس په یوه لیک کې بایډن ملامته کړی او له هغه یې غوښتي دي،چې د تخلیې په پروسه کې د اېستل شویو افغانانو په اړه څېړنه ژر کړي.

مشرانو جرګې کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې لوړپوړی غړی جېم رېچ پرخپله ټویټر پاڼه کې له کورني امنیت ادارې هم غوښتي،چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

جېم رېچ  وايي:«د کانګرس له لوري چې د امریکايي ځواکونو په مرسته د ۷۶ زره افغان کډوالو د اېستلو په تړاو باید کوم راپور وړاندې شوی وای، هغه له یوې میاشتې زیات ځنډېدلی دی. موږ د دې موضوع ځواب غواړو او د کورني امنیت ادارې د همکارۍ غوښتوونکي هم یو.» 

دغو سناتورانو د هغو افغانانو د برخلیک پوښتنه هم کړې،چې د تېرو شلو کلونو پر مهال یې  له امریکايانو سره یې کار کړی و او د تخلیې له پروسې پاتې شوي او اوس یې هم په افغانستان کې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

امریکايي سناتور روب پورټمېن  وايي:«د بایډن اداره باید د نومبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د ۷۶ زرو افغان کډوالو د تنظیم ارزونې راپور وړاندې کړی وای،چې څوک زموږ په الوتکو کې غیرقانوني تر امریکا راغلي او چا سره ویزې وې او هغه کسان چې موږ سره یې په تېرو ۲۰ کلونو کې همکاري کړې وه،ولې اوس هم پاتې دي. د بایډن اداره په دې کار کې ناکامه شوه.» 

بل پلو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې  د تخلیې پروسه له پیله ناکامه وه او امریکا په لوی لاس په کابل هوايي ډګر کې ګډوډي رامنځ ته کړه.

شنونکی نورالله حضرتي وايي:« د دې ټولو جنجالونو اصلي لامل خپله امریکا ده،ځکه ګڼ شمېر هغو کسانو چې غوښتل یې له هېواده ووځي، دوی خپله ورته زنګونه ووهل او راوې غوښتل. دغه کسان یې له اسنادو او لازمو سوابقو پرته ور غوښتي وو.» 

د امریکا کورني امنیت تر دې وړاندې د مکسیکو او د لاتینې امریکا د کډوالو په اړه هم داسې دریځ درلود،چې په دوی کې هغه کسان امریکا ته ننوځي،چې د دوی کورني امنیت ته ستر ګواښ پیښیږي او باید بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist