• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له کندز او بغلان ولایتونو پرته ټول هېواد کې ورښتونه پيل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/04

د دوشنبې له سهار راهیسې بغلان او کندز ولایتونو پرته په ټول افغانستان کې ورښتونه پيل شوي،چې د باران او واورې کچه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو رسیږي.

د هوا پیژندنې ملي ادارې په همدې تړاو یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، ښایي تازه ورښتونه په ګڼو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو لامل هم شي.

له دې سره د ټولګټو چارو وزارت موندنې ښیي، چې د پلازمینې کابل په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې که څه هم واورې وریږي،خو لارې یې د ترافیکو پر مخه پرانیستې دي.

هغه ولایتونه چې لارې یې پرانیستې دي:«کابل، غزني، لوګر، میدان وردګ، پروان، پنجشیر، اروزګان، دایکنډي، پکتیا، زابل، پکتیکا، او کاپیسا ولایتونو کې د واورې ورښت دوام لري،خو ټولې لارې د ترافیکو پر مخ د تګ راتګ لپاره پرانیستې دي.»

اخوا د تازه پرلپسې ورښتونو له امله د سالنګونو د لویې لارې په ګډون په ګڼو ولایتونو کې مواصلاتي لاري تړل شوي او د لویو لارو مسافر په لارو کې بند پاتې دي.

په دغو ولایتونو کې ځایي مسوولین وایي،هڅې یې پیل کړي او پر وینا یې، بندې لارې به  ژر پرانیزي.

له دې مخکې د سالنګونود ساتنې او څارنې ادارې د دغې لویې لارې د بندیدو ترڅنګ ویلي وو،چې د تېرو درې ورځې راهیسې په کې سخت توپان لګیږي او اټکل یې کړی، چې څو ورځې به نور هم دوام پیدا کوي.

هغه ولایتونه چې لارې په کې تړل شوي دي:« بامیان ولایت: د شاطو کوتل، پنجاب-آبقول، کرمان او روس مسیرونه او د حاجيګک کوتل تړلي دي.غور ولایت: غور-هرات، غور- کابل، د غوک او بایان بند کوتلونه تړلي دي. پروان ولایت: د سالنګ لویه لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې،خو ځنځیر لرونکي موټر پرې  تګ راتګ کولای شي.هلمند ولایت: هلمند کې د هرات- کندهار لویه لار تړلې ده.»

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال  مولوي شرف الدین:« په ۳۲ ولایتونو کې اورښتونه پيل شوي دي. هغه مالوماتو چې موږ ته رسېدلي، خلکو ته  مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.»

د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،د بندو لارو د بیا پرانېستو لپاره پوره چمتووالی لري او زیاتوي چې،د هوا ښه کېدو سره سم به لاس په کار شي او تړلې لارې به بېرته پرانیزي.

له دې سره اټکل کیږي،چې ښایي په هرات او نیمروز ولایتو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونوه هم راووځي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist