Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان: د بشري ناورین مخنیوي لپاره دې نړیوال د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/04

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي،ډېری افغانان له سخت حالت سره مخ دي او له نړیوالو غواړي،چې د  افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

 د اقتصادي چارو کارپوه عبیدالله وايي:« نړیوال دې د مرستو تر څنګ له افغانستانه اقتصادي بندیزونه لرې او کنګل شوې پیسې دې ازادي کړي،چې افغانانو پر خپلو کارونو بوخت شي.»

هېواد کې سږني ژمي کې د بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او په دې تړاو د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې هم ا ندېښنه ښودلې ده.

یادې ادارې ویلي،په روان ژمي کې ډېری افغانانو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه سازمانونه باید ژر تر ژر بېړنۍ مرستې ورسوي.

د کډوالو او بېرته راستنیدونکو  چارو وزارت مرستیال ارسلا خان خروټی بیا وايي،د نړیوالو دغه مرستې بسنه نه کوي او د افغانانو دایمي ستونزې نه شي حل کولای.

خروټی وايي، په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ لا هم خپلو اصلي مېنو ته نه دي لېږدول شوي.

خروټي زیاته کړه:« ډېری بې ځایه شوي په بد وضیعت کې ژوند کوي او د پسرلي تر راتګ پورې به دغه کورنۍ خپلو ځایونو ته ولېږدول شي او په دې تړاو سروې روانه ده.»

بل پلو ډېری اړمن کسان بیا نیوکه لري،چې د نړیوالو مرستې ورته نه دي رسېدلي او روان ژمی د خونو ګرمولو لپاره ان سون توکي نه لري .

ملګرو ملتونو اتکل کړی، چې افغانستان کې ۲۳ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي او که بېړنۍ بشري مرستې ونشي، انساني ناورین به رامنځته شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist