د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف له لوري د زابل مرکز کلات کې د ۵۸ ښوونځیو زرګونه زده کوونو لپاره د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوي دي.
په یاد ولایت کې د یونیسف اړوند د شوو موسسې چې د یادې پروژې د عملي کولو چارې پر غاړه لري وايي، زده کوونکو ته پاکو اوبو د برابرولو پر پروژه یې اته میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د شوو موسسې غړی خلیل احمد هوتک وايي:« ۵۸ رسمي ښوونځيو کې مو د سولر سیسټم فعاله کړ، د زده کوونکو د څښاک اوبو لپاره مو برمې ووهلې، سولر او سمسېبل مو ورته فعاله کړ، چې پر مټ به یې د ښوونځيو زده کوونکي له پاکو اوبو برخمن شي. »
د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال د زابل د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت د هغو ښوونځیو لپاره یې د ودانیو د جوړولو غوښتنه وکړه،چې دا مهال یې زده کوونکي له سرپناه پرته درس لولي.
حریت زیاته کړه:« موږ د یونیسف ادارې له دې مرستې مننه کوو،خوغوښتنه مو دا ده،چې یاده او نورې ادارې دي، له موږ سره ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو مرسته وکړي. »
په همدې حال کې د ښوونځیو مسوولین هم زده کوونکو ته د پاکو اوبو د برابرولو په اړه خوښي ښيي، او وايي، په دې سره به زده کوونکو کې د هغو ناروغیو کچه راټيټه شي،چې د ناپاکه اوبو له امله ورسره مخ وو.
د زابل د ترنک لېسې مدیر ګل امین وايي:« موږ په دې خوښ یو،چې د زده کوونکو لباره مو پاکې اوبه پیدا شوې. اوس به زموږ زده کوونکي نه ناروغه کېږي. »
زابل کې دغو زرګونو زده کوونکو ته پر داسې مهال د پاکو اوبو زمینه برابرېږي،چې د دغه ولایت زرګونه نور زده کوونکي د ښوونځيو ودانۍ نه لري او له سرپناه پرته تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.