د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۲ مه» د افغان ـ ترک له ښوونځي د ۷۴ تنه زده کوونکو فراغت غونډه جوړه شوې وه.
فراغت غونډه کې د افغان – ترک ښوونځي مسوول محمد نعیم فروتن وویل، په پام کې لري چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې به هم لسګونه افغان ځوانان د زده کړو لپاره ترکيې ته ولېږي.
دوی وايي، له دې وړاندې يې هم ۵۰۰ افغانان د زده کړو په موخه ترکيې ته لېږلي دي.
بلخ کې د افغان – ترک ښوونځیو مسوول محمد نعيم فروتن وايي:« د افغان ترک په ټولو ښوونځيو کې مو له ۵۰۰ ډېر زده کوونکي د ترکيې تعليمي بورسونو لپاره معرفي کړل، سږ کال هم چې په کابل، مزار، کندهار، ننګرهار، هرات او جوزجان ولايتونو کې کوم زده کوونکي فارغ شوي، کوشش کوو،چې ډېری يې ترکيې هېواد ته واستوو.»
په ورته مهال مزار شريف کې له افغان ترک ښوونځي فارغ شوي زده کوونکي وايي، اسلامي امارت بايد د پوهنتونونو دروازې د زده کړو پر مخ پرانيزي.
د افغان – ترک له ښوونځي فارغ شوی سيد احمد وايي:« موږ له دولسم ټولګي فارغ شو او هېله لرو،چې راتلونکی کال په پوهنتونونو کې جذب شو. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې زموږ پوهنتونونه دې پر خپل وخت پرانيزي،تر څو موږ وکولی شو، چې پر خپل وخت خپلې لوړې زده کړې پيل کړو.»
د افغان – ترک له ښوونځي یو بل فارغ شوی الهام الدين وايي:« موږ اوس مخکې د کانکور ازموینه لرو او له هغې وروسته به پوهنتونونو ته ځو. اسلامي امارت بايد زموږ غوښتنې ومني او ټول پوهنتونونه دې پرانیزي.»
د بلخ د پوهنې ریاست مشر مولوي عبدالجلیل شهید خېل هم په تعليمي برخه کې د ترکيې د همکارۍ ستاينه کوي او زياتوي،چې بلخ کې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانېستي دي.
شهيدخېل زیاته کړه:« په بلخ ولايت کې له لومړي سره ښوونځيي د نجونو او هلکانو پر مخ بند نه شول. هېله شته،چې په نوي تعليمي کال کې به په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه لرې شي او وزارت په دې برخه کې جدي هڅې کوي.»