دوی له اسلامي امارته هم وغوښت، چې د نړۍ هغه غوښتنې ونه مني،چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وي.
لاریون کوونکی قدرت الله وايي:« د سیمې هېوادونه دې دا درک کړي چې افغانستان ته په وخت د لاس نه ورکولو تاوان به د تاسې په شمول ټوله نړۍ جبران نه شي کړای، اسلامي هېوادونه او نړۍ دې د افغانستان په تړاو بې طرفه او خاموش نه پاتې کېږي، ځکه دا ناځواني ده او هر ډول مرستې ته دې راودانګي.»
لاریون کوونکي د اسلامي امارت د پر رسمیت نه پېژندلو په صورت کې د هر ډول راتلونکي ناورین مسوول نړیوال ګڼي،چې باید وار له مخه خپل مسوولیت اداء کړي.