د کندهار ځايي چاروراکي وايي، د ښار له واټونو پر نشو د روږدو کسانو د هغه کمپاین له مخې چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې يې پیل کړی، ۱۴۱۰ په نشه روږد کسان د کندهار ښار له واټونو ټول کړي او د دغه ولایت عمومي محبس کې يې بندیان کړي.
دوی وايي، د دغه کمپاین په اږدو کې يې ۷۸ هغه کسان هم نيولي،چې پر نشه روږد کسانو باندې يې نشه یي توکي پلورل.
د کندهار د لوی محبس مرستیال مولوي منصور وايي دغه پر نشو روږدي کسان یې زندان کې د درملنې په موخه ساتلي دي او تر درملنې وروسته به بېرته ازاد کړل شي.
منصور زیاته کړه:« موږ د دوی لپاره په زندان دننه یو کلینیک هم جوړ کړی، چې هره ورځ یې درملنه کوو. که دلته د دوی درملنه ونه شي، د روږدو کسانو عمومي او ځانګړيو روغتونونو ته به یې ولېږدوو. موږ خپله هڅه کوو،چې دوی روغ او ښه وساتو.»
په همدې حال کې یاد زندان کې د ساتل شویو روږدو کسانو له ډلې یې یو شمېر د چارواکو له دغه کړنې خوښ دي او وايي، دغه چاره به وکولای شي،چې دوی یو ځل بیا د ښې روغتیا څښتنان شي.
په زندان کې ساتل شوی یو تن روږدی کس م حمد نبي وايي:« موږ خوشاله یو،ځکه چې موږ به بېرته د ښیې روغتیا خاوندان شو. اوس موږ ته ډاډمنې آسانتياوې برابرې شوې دي.موږ ټول روږدي په زندان کې یو. موږ ټول د ښار په ادیره کې وو.په درې یا څلورو ورځو کې مو پوره خواړه نه خوړل. اوس په دې زندان کې د ورځې درې ځله خوراک کوو. دا زندان زموږ د رغېدو لپاره ښه دی.»
د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت د درې نیم میلیونو نفوسو له ډلې یې تر ۱۰۰زره زیات کسان پر نشه روږدې دي.
د مسوولینو په خبره، دا مهال د ټول کندهار پر کچه د روږدو کسانو د درملنې لپاره درې روغتیايي مرکزونه موجود دي،چې له ډلې يې دوه د روغتیايي او مالي امکاناتو د نه موجودیت له امله تړل شوي.