Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیه د افغانستان په اړه واحد دریځ نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/02

روسیه چې له اسلامي امارت سره نسبتا ښې اړیکې لري،په یوه اوونۍ کېیې دوه جلا دریځونو خپل کړي دي.

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل،داسلامي امارت پر رسمیت پېژندل ترډېره سیاسي او نمایشي موضوع ده،خو د رسمیت پیژندنې لړۍ په عمل کې پیل شوی ده.

خو اوس یې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په دې اړه جلا دریځ غوره کړی دی. لارووف ویلي،دا له وخته مخکې ده،چې د  اسلام امارت حکومت دې پر رسمیت ومنل شي.

لاوروف  زیاته کړې:« د افغانستان پر رسمیت پیژندلو لپاره اوس  مهال وختي دی. موږ په افغانستان کې د نوي حکومت له چارواکو سره یوازې د سوداګریزو اړیکو په څېر اړیکې لرو او دغه اړیکې د روسیې سفارت له لوري پر مخ ځي. اوس مهمه موضوع بشري مرستې دي،چې باید پاملرنه ورته وشي.» 

اخوا  د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی بیا وايي، پر رسمیت پېژندل یې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ اړتیاده او که چېرې سیاسي تعاملات ورسر نه پالل کېږي،پایلې به یې د ټولو لپاره منفي وي.

سمنګاني زیاته کړه:« د افغانستان پر رسمیت پېژندل یوازې د افغانستان اړتیا نه ده،بلکې د ټولو اړتیا ده. افغانستان د نړیوالې ټولنې یو غړی دی. د  افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ سیاسي تعاملات د ټولو پر ګټه دي او نه شتون یې منفي اغېزې درلودی شي.» 

واک ته د اسلامي امارت رسېدو سره د اسلامي‌امارت په تړاو د روسیې دریځ له پخواني هغه سره توپیر کې ښکاري،کله چېطالبان له امریکا سره په جګړه کې وو، له اسلامي‌امارته د مسکو موقف دفاعي وو، خو اوس بدل شوی دی.

بل پلو کارپوهان بیا له کابل سره د مسکو تعامل مهم بولي او ټینګار لري،چې اسلامي امارت  دې کړې ژمنې عملي کړي.

کارپوه طارق فرهادي وايي:« کله چې روسیه د طالبانو حکومت پر رسمیت ونه‌پيژني، چین او منطقه هم دغه حکومت پر رسمیت نه پيژني،چې دا د افغانانو پر زیان ده. اسلامي‌امارت باید خپله هغه ژمنه پوره کړي،چې لنډمهالیحکومت اصلاح او پراخ بنسټه کړي.» 

اندېښنه داده،چې روسیه او امریکا اوس هم افغانستان کې په سیالۍ دي،خو دا سیالي هغه وخت لا په زور کېدای شي،چې مسکو د واشنګټن د غوښتنو خلاف د اوکراین پرضد اقدام وکړي او کېدای شي کابل هم ترې اغېزمن شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist