Skip to content
د امریکا متحده ایالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي،که اسلامي امارت غواړي،چې نړيوال يې پر رسميت وپېژني، بايد پر خپلو تګلارو کې سمون راولي.
بلینکن ویلي، د ۲۰۲۲ کال لپاره پر ځینو لومړیتوبونو او تګلارو غور کوي،چې له مخې يې وکولی شي،د افغانستان اقتصاد ته نغدي پيسې ولېږي.
نوموړي زیاته کړې،دا پیسې باید له داسې لارو چارو افغانستان ته ولېږدول شي،چې په وینا یې طالبان ترې ګټه پورته نه کړي.
هغه ویلي، پر طالب مشرانو به بندیزونه ترهغې پاتې وي،ترڅو د نړیوالې ټولنې سپارښتنې ونه مني.