Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې ملي سوداګر: له امریکا غواړو د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/30

په کندهار ولایت کې لسګونو ملي سوداګرو،قومي مشرانو او د پخواني حکومت لوړپوړو چارواکو نن د پنجشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۹ مه»  د یوې اعتراضیه ناستې  پر مهال د امریکا پر پارلمان او سنا ږغ وکړ،چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي.

دوی  زیاته کړه، که حالت همداشان روان وي، نو اوسنی حکومت دوام نه شي کولای.

د پخواني حکومت وزیر ګل اغا شیرزی  وايي:« دا د ملت پيسې دي. موږ پر امریکا غږ کوو، پر ملګرو ملتونو غږ کوو،چې راشي د دې مظلومو افغانانو ستونزه ورحل کړي، په سلو کې ۹۰افغانان له ستونزو سره مخ دي.»

اسلامي امارت ځلونه له امریکا د افغانستان د کنګل شویو پيسو د آزادېدو غوښتنه کړي،خو تر اوسه د دې پیسو برخلیک ناڅرګند دی.

سوداګر وايي،کنګل شویو پيسو په راکړه ورکړه او نړیوالي سوداګرۍ مستقیم منفي آغیز کړی او پر سوداګرو بې اعتمادي زیاته شوې ده.

سوداګر حاجي مسعود راحت وايي: سوداګري مو پر ټپه ولاړه ده،علت یې دا دي،چې زموږ هغه  پيسې چې امریکا بندې کړي دي، زموږ راکړه ورکړه ټوله له بانکونو سره ده، چې د بانکونو د پیسو لېږد رالېږد بند دی، نو د خلکو مالونه په کمپنیو کې همداسې رکود پاتې دي.»

یو شمېر سوداګر پر ملګري ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان پر غړو هېوادونو غږ کوي،چې په دې برخه کې له افغانانو سره یوه خوله شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي  وايي:« موږ ملګرو ملتونو ته وایو،چې تاسو اصلي د ملت نماینده ګان یاست، نو تاسو باید د حکومتونو په سیاستونو کې بند رانه شئ. بدبختانه، چې ملګري ملتونه هم د امریکا د سیاستونو ښکار شوي، د افغانستان د خلکو پیسو باندې کوم غبرګون نه ښيي.»

لس ورځي وړاندي د امریکا د کانګرس تر څلويښت ډېرو  غړو له دغه هېواده وغوښتل،چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي، خو امریکا بیا د ملګرو ملتونو په همکارۍ د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان اقتصاد ته د نقدي پیسو د تزریق خبره کوي،چې عام افغانان بیا بشري مرستي یو تېر ایستنه بولي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist