• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: امریکا د افغانستان اسعاري شتمنیو د باج اخیستنې  په لټه کې ده

کابلوف: د اسلامي امارت رسمیت پېژندندې لړۍ له سیاسي پلوه په عملي ډول پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/30

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف یوه ټلویزیون سره په مرکه کې وویلي د اسلامي امارات د رسمیت پیژندنې لړۍ له سیاسي پلوه په عملي ډول پیل شوې او د مقاومت ماهیت تر دې دمه مجازي بڼه لري.

کابلوف وايي،د مقاومت کوونکو هېلو ته درناوی لري،خو اوس په ماهیت کې دغه مبارزه سمبولیکه بڼه لري.

کابلوف زیاته کړې:«دا ټول فرضي مسایل دي. که دا مجازي حرکتونه واقعي بڼه واخلي او طالبانو ته ګواښ محسوس شي،نو دا به بیا د دې لامل شي،چې د جګړې نوې شبکه رامنځ ته شي او له دې سره به په هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي.»

کابلوف ویلي، د اسلامي امارات د رسمیت پیژندنې لړۍ که څه هم تر ډيره سیاسي نمایشي بڼه لري،خو په عمل کې پیل شوې او طالبان په سترو نړیوالو غونډو کې ګډون کوي.

کابلوف زیاتوي:« په ټولییزه توګه له سیاسي پلوه د افغانستان په رسمیت پیژندلو موضوع یوه سیاسي نمایشي موضوع ده. خو لکه څه ډول چې یې موږ یې وینو،د رسمیت پیژندنې سیاسي لړۍ په عملي ډول پیل شوې. طالبانو دلته په مسکو فارمټ کې هم موږ سره ګډون کړی وو.»

اخوا اسلامي امارت بیا د نړیوالو د هرې هغې پریکړې ملاتړ کوي،چې له اسلامي امارات سره د تعامل په موخه ترسره کېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، نړیوالو باید ډېره مخکې دا پریکړه کړي وی.

کریمي  زیاته کړه:« دا ښه ګام دی او باید دا ډول ګامونه وار له مخکې اخېستل شوي وی. موږ اوس هم د دې ګام هرکلی کوو،ځکه څومره،چې دا ګامونه زیات پورته شي،هغومره زموږ د هېواد د خلکو او د هغوی اقتصاد او سوداګرۍ ته ګټه کوي.»

کابلوف دغه څرګندونې داسې مهال کوي،چې د ملګرو ملتونو په ګډون امریکا او لویدیځو هېوادونو اوس هم د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې موضوع په خپلو ځانګړې شرایطو مشروطه کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist