ټي وای ډبلیو چې نړیوال سازمان دی او د نړۍ ګڼو بي وزله هېوادونوکې فعالیت کوي،تازه يې په افغانستان کې کار پيل کړی دی.
د یاد سازمان موندنې ښيي،چې د افغانستان په لوېدیځ زون ولایتونو هرات،غور او بادغیس کې شااوخوا لسو کورنیو د فقرر او سخې لوږې له امله خپل ماشومان پلور ته وړاندې کړي دي.
افغانستان کې د ټي وای ډبلیو سازمان مسوول شاه وزیر احمدي وايي:« د هېواد په لویدیځ کې له هرات،غور او بادغیس ځنې شمېرې لرو. دوی خپل اولادونه پلور ته وړاندې کړي او د دغو کورنیو شمېر تر لسو رسېږي.»
احمدي وايي،د دې ترڅنګ لویدیځو ولایتونوکې په کوچنې عمر کې د ماشومانو په نکاح ورکولو موارد هم زیات شوي دي.
احمدي وايي، په کم عمرکې دماشومانو ورکړې او پلور مخنیوي په موخه یې دلته تر ډېرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
مراد خان هغه کس چې خپل ماشومه لور يې په نکاح ورکړې ده، وايي:« د یوه اولاد مې زړه سوری ده. دا مې ورکړه. هغه نور خو به تر کال پورې وباسمه. هغه نور به نه مري. نه به بدبخته کېږي.»
د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین هم مني،چې ځنې کورنیو خپل اولادونه یا په کوچنی عمر کې په نکاح ورکړي او یايې هم پلورته وړاندي کړې، په خبره یې هڅه کوي،چې دمرستو په ترسره کولو سره يې مخنیوی وکړي .
د هرات د کډوالو چارو ریاست د بېړنیو حالاتو عمومي مدیر ادریس اسلام یار وايي:« هغه خویندې او وروڼه باید د ځان په توګه احساس کړو او پر دې اساس ووایو،چې هم له اسلامي لید لوري او هم د انساني د ازاد انسان پلور د عقل او شرعې خلاف دي. د کډوالو ریاست له ډېرو موسسو سره د دغې ستونزې حل لپاره اړیکه کې وه. »
دغو مرستو کې دوه بورۍ اوړه، یوه بورۍ وریجې، لس کیلو غوړي، بوره، لوبیا نخود او ګڼ نور توکې شامل دي .
د ټي وای ډبلیو سازمان له اسلامي امارته غواړي،چې په کوچني عمرکې د ماشومانو ورکړي او پلور مخنیوی وکړي .