Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د علماوو نهضت: له اسلامي امارت سره هر ډول همکاریو ته چمتو یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/30

د افغانستان د علماؤ نهضت نن پنجشنبه د « ۱۴۰۰ کال مرغومې پر ۹ مه » په کابل کې  ناسته جوړه کړې وه.

د یاد نهضت مشر احمد نور واقف ناسته کې د وینا پر مهال وویل،له اسلامي امارت سره هر ډول همکاریو ته چمتو دي او د دیني علماوو پر یووالي،د دیني زده کړو پر ودې او پراختیا،د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو او د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار کوي.

واقف زیاته کړه:« د افغانستان نهضت العلماء پنځه اصول چې د اسلام منځګړتوب، ټولنیز عدالت، زغم او مشوره دي، له اوسني سیاسي وضعیته د وتلو اغیزمنه لاره ګڼي او له خپلو تجربو په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.»

د ناستې ګډونوالو په خپلو خبرو کې وویل، باید د نورو اسلامي هېوادونو د پرمختګ لاملونه وارزول شي او د افغانستان بیا رغونه کې ترې کار واخېستل شي.

ویناوالو د اندونیزیا هېواد یادونه وکړه،چې له سختو ازموینو بریالی ووت او اوس د اسلامي ‌نړۍ له پرمختللو هېوادونو دی.

د نهضت غړی ډاکتر سلیمان نثاري وايي:« اندونیزیا په ۱۹۴۷ کې فکر کوم له هانډ څخه خپلواکي واخیسته او څو ژبې یې درلودې،هغه چې موږ یې دلته لرو او له هغې وروسته ټول کیناستل او مشوره یې وکړه،چې څنګه کولی شو، پرمختللې اندونیزیا جوړه کړو،هغه چې نن په نړۍ کې د اسلام استازولي کوي.»

د اسلام دین د حریم ساتنه،د اسلامي زده کړو عامول،د نظرونو توحید،کار اهل کار ته سپارل او د ظرفیتونو لوړول نور هغه موارد وو،چې یاد نهضت یې پر عملي کولو ټینګار لري.

خبریال:  محمدکمال افغان

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist