Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خبریالانو ملي ټولنه: رسنۍ او خبریالان باید د کورونا وبا په اړه له دقته کار واخلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/30

د افغانستان خبریالانو ملي ټولنه وايي، رسنۍ دې له ناسمو مالوماتو خپرولو ډډه وکړي، ځکه په وینا یي، د کورونا  وبا په اړه  ناسم مالومات ستونزې زېږوي،روحیه کمزورې کوي، اصلي سرچینې پټوي او د لازمو اقداماتو مخنیوی کوي.

د یادې ټولنې ویاند مسرور لطفي وايي، خبریالان باید ټولنیز مسوولیت ومني،ځان مسوول احساس کړي او هغه مالومات وړاندې کړي،چې د ټولنې په خیر وي.

لطفي زیاته کړه:« د کورونا وبا په اړه ناسم مالومات خپرول،لکه څومره چې کورونا وبا ګواښوونکې  ده، دا هم ګواښوونکي دي، ځکه دا بستر جوړونکې ده او مرسته کوي،چې پر کورونا وبا  زیات خلک اخته شي، خو له روغتیا او د نورې نړۍ له کورونایي برخې موثق مالومات کولی شي،چې د کورونا وبا  په مخنیوي کې مرسته وکړي.»

یو شمېر خبریالان هم د خپلو ځینې نورو همسنګرو له فعالیت ګیله کوي،چې د کورونا وبا په اړه له باوري سرچینو کار اخلي، تحقیق او څېړنه نه کوي او سطحي چلنکوي.

افغان خبریال وسیم تلاش وايي:« خبریالان باید د کورونا وبا  په اړه  مثبت راپورونه خپاره کړي او له بې باوره او نا مالومو سرچینو داسې راپورونه خپاره نه کړي،چې د خلکو په ‌‌‌ذهنونو بد اغېز کوي. ان د خلکو د مرګ ژوبلې لاملهم ګرځي. نو خبریالانو ته په کار ده،چې په دغه برخه کې خپل رسالت په سم ډول سرته ورسوي.» 

عام خلک په هره برخه او په ځانګړې توګه د کورونا وبا په  برخه کې د رسنیو او خبریالانو مالوماتو باندې باور کوي او لومړیتوب ورکوي.

همدا رسنۍ او خبریالان دي،چې د ټولنې حقایق او واقعیتونه رابرسېره کوي او خلک ترې خبروي، خو که رسنۍ او خبریالان د دقیقو او باوري مالوماتو پرځای ناسم مالومات او اوازې خپرې کړي، دا چاره اندېښنې پیدا کوي او ټولنیز ثبات له منځه وړي.

خلک له خبریالانو غواړي، چې د کورونا وبا  په اړه ورته سم او باوري مالومات وړاندې کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی صفي الله هوتک وايي:«موږ د کورونا په برخه کې  تل رسنۍ تعقیب کړي دي.  تل په دې اړه له هغوی وینو، اورو او پر مالوماتو او لارښوونو یې عمل کوو او هماغه شان  مخته ځو.ولې بدبختانه ځنې وخت د افغانستان د رسنیو او خبریالانو راپورونه چې ګورو،له نړیوالو رسنیو سره ډېر توپیر لري، نو له دوی مو غوښتنه دا ده،چې تل دقیق او سم ملومات تر موږ راورسوي،چې موږ یې عملي کړو، تر څو دا ناروغي چې کورونا ده،مخنیوی یې وشي.»

باور دا دی،چې ناسم مالومات په ټولنه کې ژر خپرېږي، د ریښتیاوو ځای نیسي او د ټولنې وګړو په روح او روان منفي اغېزه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist