د ننګرهار ځايي چارواکي وايي،د چرګانو دانې جوړولو پر کارخونې ۱۵ ميليونه ډالر لګښت راغلی، چې په کې ۵۰۰ کسان پر کار بوخت دي.
د چارواکو په خبره، دغه کاروخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ ټنه دانې د توليد ظرفيت لري او له ولايتونو سربېره تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادريږي.
د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل سوداګرو او پانګوالو ته د ملاتړ، امنيت خونديتوب، د اسانتیاوو رامنځته کولو او ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
سوداګرو او پانګوالو په خپلو خبرو کې د صنعتي پارک سړک جوړول، برېښنا، امنيت، سوداګريزې اسانتياوې او د تولید پراختيا او پیاوړتیا برخو کې وړانديزونه مسوولینو ته وړاندیزونه کړې دي.