د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي، افغانستان هیچاته ګواښ نه دی او په دې اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیرر د پوتین اندېښنه بې ځایه ده.
هغه زیاته کړې، اوس افغانستان کې امنیت تامین دی او تر دې وروسته د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد ته له افغان خاورې کوم ګواښ متوجه نه دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره خبرې کړي، له افغانستان سره د تاجکستان پولې ته څېرمه امنیتي تدابیر زیات کړي، ځکه په ګمان یې له افغانستانه سیمې ته د ترهګرۍ د خورېدو امکان شته.