Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا ولسمشر بایډن د ۲۰۲۲کال لپاره دفاعي بودیجه توشیح کړه خو افغانستان ته په کې بودیجه ځانګړې شوې نه ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/29

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر  ۶ مه » سپینه ماڼۍ کې د دغه هېواد کلنۍ دفاعي بودیجه توشیح  کړه،چې نږدې ۷۷۰ میلیارده ډالره کېږي.

یاده بودیجه،چې د افغانستان لپاره په کې هیڅ پیسې نه دي ځانګړي شوي،تېره میاشت د امریکا د د دوه ګونو جرګو له خوا پر ګډه تصویب شوې وه.

دافغانستان لپاره سږکال د پیسو پر ځای داسې یو کمیسیون ټاکل شوی دی،چې دلته به د امریکا د تېرو دوو لسیزو جګړې ارزونه کوي.

دا کمیسیون،چې له  دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکوتشکیل دی، شپاړلس غړي لري ، فعالیت به یې د درې کلونو لپاره  وي او خپل لومړی راپور به یو کال وروسته اعلان کړي.

د افغانستان د جګړې ارزونې کمیسیون  وايي:«په افغانستان کې د نږدې دوه نیم زره امریکایانو له مرګ، شل زره ټپیانو او د نږدې دوه ټریلیونه ډالرو لګولو وروسته دا د امریکا ملت لپاره اړینه ده،چې هلته د امریکا د شل کلن حضور په اړه ارزوونه  وکړي. دا ارزونه باید له سیاسي غرض پرته، بې پرې او هر اړخېزه و اوسي.»

دا چې له افغانستانه د امریکا سیاسي او پوځي ټغر ورټول شوی دی، په سږنۍ بودیجه کې یې تمرکز د کورونا وبا ترڅنګ پر ایران، چیناو اکراین دی.

د امریکا د سږ کال بودیجه له اوسنۍ کچې ۲۵ میلیارد کمه وړاندیز شوې وه،خو دوه ګونو جرګو له چین او روسیې سره د سیالۍ لپاره نږدې ۲۷۰ میلیارده ډالره وټاکله.

د امریکا د 2022 کال دفاعي بودیجه د نورو هېوادونو لپاره داسې ځانګړې شوې ده.

د امریکا ۲۰۲۲ کال دفاعي بودیجه:«۷،۱ میلیارده ډالر له ټایوان سره مرسته او د چین د پوځي ودې  مخنیوی، ۳۰۰ میلیونه ډالر اکراین سره پوځي مرسته، ۴ میلیارده ډالر د اروپا دفاعي نوښت ته، د ملکي او پوځي مامورینو په معاشونو که ۲،۷ سلنه زیاتوالی.»

له دې سربېره له کورونا وبا سره مبارزه، امریکایي پوځیانو ته د کورونا واکسین برابرول، د امریکا پوځ کې د جنسي ځورونو د خپلواک کمیسیون جوړېدل او په پوځي برخه کې نور نوښتونه هغه موارد دي،چې دې بودیجه کې ورته پیسې ځانګړې شوي دي.

په سږنی بودیجه کې هغه کسان د میاشتې تر ۲۵۰ ډالرو لپاره وړاندیز کولی شي،چې دوه ماشومان لري خو مور یا پلار یې بې کاره وي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist