امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، ټولو امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی،چې د هېچا خصوصي حریم ته داخل نه شي.
یاد وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، مبایل یوه شخصي وسیله ده او د بل چا موبایل کتل د شخصي حریم نقض دی.
یاد وزارت زیاته کړې،چې هېڅوک حق نه لري،د چا مبایل تلاشي کړي، جیبونه یې وګوري یا یې هم خصوصي حریم ته داخل شي.
وزارت ویلي، که د چا موبایل، کور، هټۍ بې ځایه پلټل شوې وي، یا یې شخصي حریم نقض شوی وي، تر ټولو نږدې امنیتي حوزې یا ولسوالۍ ته دې شکایت وکړي.