د لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکی وايي:« لجه منګل ولسوالۍ کې داسې سیمې شته دی،چې د ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چارې یې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي او نه پوهېږي ، چې بشپړې به شي،که همداسې به پاتې وي.»
د لجې منګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي:« د پتکې تشنک او مرنج ښوونځیو ودانۍ له کلونو راهیسې نه دي بشپړې شوي. له اسلامي امارته غواړي،چې دغه پر ټپه ولاړ کارونه دې بېرته پیل کړي.»
د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ښوونکي نه شته دی یا کم دي. قرطاسیه نه ورکول کیږي، که ووایم، ښوونکي شته دی، خو زده کوونکي نه شته دی. دا به بیخي سمه خبره دی. ځکه موږ ګورو،چې د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخ دی.»
د لجې منګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« ښوونکي په نه زړه ښوونځیو ته ځي. دوی هم ملامت نه دي،تنخواوې یې ځنډیږي.»
د لجې منګل ځایي مسئولین هم مني،چې له کلونو راهیسې دغې ولسوالۍ کې د یو شمیر ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چارې پر ټپه ولاړې دي او د ښوونکو او درسي موادو ستونزه هم لا پر خپل ځای ده.