ټروډو د افغانستان د مخکیني حکومت د اګسټ میاشتې د سقوط په اړه وویل، له څو میاشتو راهیسې د حکومت د ړنګیدو په تړاو استخباراتي مالومات ول،خو په وینا یې چا دا تصور نه کاوه،چې هرڅه دې دومره ژر له منځه ولاړ شي.
ټروډو زیاته کړې:« موږ سره د استخباراتو دا مالومات له څو میاشتې وړاندې ول،خو دا فکر مو نه کاوه، چې هرڅه به دومره ژر له منځه ولاړ شي. موږ څه چې هیچا دا فکر نه کاوه، چې هرڅه به داسې ژر بدل شي.»
ټروډو زیاتوي:« په ورته مهال، موږ دا هڅه هم باید وکړو،چې له افغانستان سره بشري او پراختیايي مرسته وکړو، چې دغه مرسته د افغانانو لپاره د ټیکاو سبب شي. موږ اړ یو چې د طالبانو حکومت په شتون کې د ولس لپاره کار وکړو.»
ټروډو په دغو خبرو کې خپله هغه ژمنه بیا تازه کړه،چې په راتلونکي کې یوه او دوه کلونو کې به څه باندې ۴۰ زره کسان له افغانستانه وباسي.
هغه دې پوښتنې ته چې تر ګواښ لاندې کسانو لپاره دوه کلونه ډېر زیات دي، په ځواب کې وویل، د همدې لپاره پر طالبانو فشار راوړي،چې پر شرایطو برابر کسانو ته د وتلو اجازه ورکړي.
هغه زیاته کړې:«هو! دا ډېره موده ده،ځکه خو موږ په دې هڅه کې یو،چې دا بهیر نور هم ګړندی کړو. موږ اوس هم له خپلو متحدینو سره په دې کار کوو،چې پر طالبانو فشار راوړي،ترڅو هغو کسانو ته اجازه ورکړي،چې غواړي له افغانستانه ووځي.»
ټروډو وویل،تر ټولو ژر یې د خپلو اتباعو او افغان کارکوونکو د اېستلو لړۍ پیل کړه او اوس هم تر ټولو د زیاتو کسانو د اېستلو اراده لري.