د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د ځمکې او هوا له لارې پرافغانستان یرغل وکړ،چې په پایله کې یې په میلیونونه افغانان مهاجر او شااوخوا یونیم ملیون نور شهیدان شول او څه باندې یومیلیون نور معلول شوي دي .
پرافغانستان د پخوانيشوروي اتحاد د سرو لښکرو د تیري پوره ۴۲ کاله تېر شول،خو دا ورځ ځکه افغانانو نه ده هېره کړې،چې له میلیونونه افغانانو یې قرباني اخېستې ده.
د حزب اسلامي د دارالانشاء مشر عبدالستار خواصي وايي:« شپږمه د جدي د ۵۸ کال پر افغانستان د اتحادي جماهر شوروي د یرغل ورځ ده او دا د افغانان له ذهنه نه وځي. دا د تجاوز ورځ ده،د ظلم ورځ ده او د دې یرغل په پایله کې میلیونونه افغانان مهاجر شول،څه کم یو نیم ملیون شهیدان شول،څه د پاسه یو میلیون معلول او معیوب شول،خو د دې قربانیو په پایله کې دا هېواد له اشغال خلاص شو.»
خواصي وايي، له هغې وروسته چې افغان ولس د نهه کلن جهاد او سرښندنو پرمټ سرې لښکرې ماتې کړي او جهاد یې بریالی کړ،خو هغې موخې ته ونه رسیدل،چې د اسلامي نظام ټینګښت یادیده او لامل یې هم د هغه مهال سیاسي مشرانو نه خپلواکي یادیږي،چې د هېواد د ابادۍ لپاره یې نه درلوده .
خواصي زیاته کړه:« زه دا عدم سیاسي بصیرت ګڼم،چې سیاسیون یې لري، ولس نه ولس قرباني ورکړه، دا سیاستمداران وو،که چپي و او که نور خو کامل استقلال یې نه درلود،چې د هېواد دابادۍ او ازادۍ لپاره یو بل ته انعطاف او ګذشت وکړي .»
پخوانی جهادي مشر محمد صادق مصعب وايي، اوس له اسلامي امارته غوښتنه دا ده،چې دامریکا له ماتې وروسته هغه ناکامې تجربې تکرار نه کړي،چې پخوانیو جهادي مشرانو د روسیې ځواکونو له ماتې وروسته ترسره کړې وې او افغانستان یې څلویښت کاله د اور په لمبو وسوزاوو .
مصعب زیاته کړه:« اوس چې افغانانو بل سوپر طاقت ته چې هغه امریکا او د ناټو په چوکاټ کې یې متحدین دي ماتې ورکړې. اسلامي امارت ته په کار دي،چې د تېرو سیاسیونو تجربې تکراري نه کړي.»
اسلامي امارت هم ډاډ ورکوي،چې له تیرو ټولو تجربو یې زده کړه کړې او له نړۍ سره به په یو پاخه سیاست تعامل ته لاړ شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:« اسلامي امارت د یوه قوي او پاخه سیاست په اساس له نړیوالو سره تعامل ته چمتو دی، د خپل هېواد د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر اساس له نړیوالو سره مخ ته ځي او د مخکینو تجربو په پام کې نیولو سره پرمخ روان دی.»