Skip to content
د افغانستان د ملکي او هوایي چلن اداره وايي، دوی ته هغه درې راداره سپارل شوي، چې په تېرې جولای میاشت کې افغانستان ته راوړل شوي وو او له ډلې یې یو رادار د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ځای پر ځای کېدو لپاره چمتو شوی دی.
یادې ادارې پرون ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:« له فرانسې هېواده راوړل شوي رادارونه دوی ته تسلیم شول.»
د سرچینې د مالوماتو له مخې، د دغو رادارونو د نصبولو قرارداد د تالس په نوم له فرانسوي شرکت سره د ۱۱۲میلیون یورو په ارښت لاسلیک شوی دی.
د مالوماتو له مخې، یاد رادارونه به په کابل، بلخ او هرات هوایي ډګرونو کې ځای پر ځای شي.