Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هرات ولایت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر ریاست: موسیقي حرامه او له اورېدو یې ډډه وکړئ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/27

د هرات ولایت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریاست ویلي چې هر ډول موسیقي له شرعي اړخه حرامه ده او د هرات له اوسېدونکو يې غوښتي چې د موسیقۍ له اورېدو څخه ډډه وکړي.

یاد ریاست زیاتوي، هغه انځورونه چې پر دیوالونو لګول کېږي، له شرعي اړخه منکر او ګناه ده او باید چې خلک يې له نښلولو څخه ډډه وکړي.

دغه راز یاد ریاست ویلي چې هر ډول مسکرات یا هغه څه چې انسان نشه کوي او د حاله يې اړوي، حرام او منعه دي او خلک يې باید له استعمال څخه ډډه وکړي.

امر باالمعروف ریاست دا هم ویلي چې  ټولو هغه ځایونو کې لکه هوټلونه، کافي شاپونه او د راټولېدو ځایونو کې باید ښځې خپل حجاب مراعات کړي.

یاد ریاست د حیواناتو جنګول او کوتر بازۍ هم له شرعي اړخه حرامه او ګناه بللې او ویلي يې دي چې خلک باید له دغه کړنو څخه ځانونه وساتي.

دغې ادارې زیاته کړې چې په ورزشي جمنازیمونو او ورزشي غونډو کې له نامه تر زنګونونو پوري د نارینه بدن عورت دی او باید چې حجاب يې وساتل شي.

د هرات امر باالمعروف او نهی عن المنکر پر ټولو طالبانو هم غږ کړی چې خپلو صفونو کې د قانوني عمر نه کښته او  بې ږیرې هلکان پرینږدي.

یاد ریاست بیا دا هم ویلي چې هېڅ طالب حق نلري، د محکمې له پرېکړې پرته څوک تعزیر او تعذیب کړي .

د هرات امر باالمعروف دغه راز ویلي، هېڅ مجاهد حق نلري چې د تلاشۍ په نوم د چا کور ته داخل شي، که چېرې اړتیا وي، نو د جومات ملا امام او د محل دوه تنه سپین ږیري مشران  دې له ځان سره بوځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist