Skip to content
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د مسکو او واشنګټن خپل منځي ستونزې او د دغو دوه بلاکونو سیاسي غچ اخیستنې باید د افغانانو پر زیان تمامې نه شي.
دوی وايي، امریکا روسیه د اوکراین پر سر ګواښلې او مسکو اوس د افغان کړکیچ ټوله پړه پر واشنګټن اړوي.
د سیاسي چارو کارپوه اجمل سهیل وايي:« امریکا روسیه د اوکراین پر سر ګواښلې،چې ولې یې ځواکونه د جګړې لپاره د هغوی پولو ته استولي او مسکو اوس هڅه کوي،چې د افغانستان د کړکېچ پړه پر امریکا واړوي. »
یو شمېر نور بیا د سیمې هېوادونو مرستې د افغانستان لپاره ډېرې اړینې بولي او وايي، دغه مرستې د لویدیځو هېوادونو د مرستو پرتله ژر افغانستان ته رارسیږي.
د سیاسي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي:«د سیمې او نږدې ګاونډیو قوي اقتصاد لرونکو هېوادونو مرستې، د افغانستان لپاره ځکه ډېرې ګټورې دي،چې په رسولو کې يې وخت کم لګیږي او هم په کمه بیه تمامیږي.»
دوی دا خبرې وروسته له هغې کوي، چې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کلني خبري کنفرانس د افغانستان د روان وضعیت په تړاو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
پوتین د نورو ګڼو سیاسي مسایلو ترڅنګ له افغانستان سره د مرستو په تړاو امریکا ته د اشارې په توګه وویل، هغه هېوادونه باید په لومړي سر کې افغانانو سره مرسته وکړي،چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز نظام یې ړنګ کړی دی.
پوتین زیاته کړې:« اوس مهال افغان ولس ته مرسته رسول اړین دي. دا مرستې باید تر ټولو لومړی هغه هېوادونه وکړي،چې افغانستان ته یې دومره دروند ټولنیز او اقتصادي زیان اړولی دی. هغوی باید دا مرستې وکړي،چې شل کلونه هلته وو او د هغوی مالي نظام یې ړنګ کړی دی.»
په افغانستان کې د نوې واکمنۍ له راتګ سره د تېرو څه باندې څلورو میاشتو په ترڅ کې د سیمې د هېوادونو له ډلې چین هغه هېواد دی،چې له افغانستان سره یې ډېرې مرستې کړي او په دې تړاو یې کړې ژمنې په عمل کې ښودلې دي.