د پکتیکا ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د خوراکي او نورو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي او د کنټرول لپاره یې شته اقدامات بسنه نه کوي.
د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:« د اوړو،غوړیو،چای،بورې او د ټولو توکو بیې لوړې دي. له یو کیلو د زیات شي اخېستلو توان نه لرو، کارونه نه شته دی. همداسې ناست یو.»
د پکتیکا یو بل اوسېدونکی بیا داسې وايي:« دلته ښرنې ته له ولسوالیو خلک د کار لپاره راغلي، هیڅ کارونه نه موندل کېږي او خلک له ستختو ستونزو سره مخامخ دي.»
د پکتیکا اوسېدونکي همدا راز د بشري مرستو د ویش پر څرنګوالي هم نیوکې لري او وایي، ډېری اړمنو کورنیو نه دي ویشل شوي.
یو شمیر کسان بیا وايي، د جګړو له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوي، څو ځله کډوالو چارو ریاست ته یې عریضې کړي،خو په خبره یې مرستې یې تر اوسه پورې نه دي تر لاسه کړي .
د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:« ښرنې ته نږدې مو خیمې لګولي، د جګړو له کبله بې ځایه شوي یو. موږ څو ځلهکډوالو چارو ریاست ته عریضې وکړې،خو تر اوسه یې هیڅ هم نه دي را کړي.»
د پکتیکا یو بل اوسېدونکی وایي:«نه مرسته را کړل شوي او نه مو څه لیدلي دي،چې عریضې هم وکړو. مرسته نه راکول کېږي، دا د هېواد وضعیت دی. موږ نور څه کولی شو.»
د پکتیکا د اطلاعاتو کولتور مشرر محمد امین حذیفه وایي، په تولییز ډول د بییو د کنترول هڅې روانې دي او تر دا مهاله له ۳۰ زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې شوي دي.
حذیفه زیاته کړه:« پکتیکا کې تر۳۰ زره کورنیو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې شوي او په ټولییز ډول مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د بیو کنټرول هڅې روانې دي.»
د اطلاعاتو کولتور ریاست وایي، د اړمنو کورنیو شمیر زیات او مرستې محدودې دي او په خبره یې راتلونکي کې به هغه کورنیو ته هم ورسیږي،چې تر اوسه پورې یې نه دي تر لاسه کړي.