Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: د هوایي ‌ډګرونو د کنټرول په برخه کې له چاسره هوکړې ته نه یو رسېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/26

د قطر او ترکیې پلاوو د کابل نړیوال‌هوايي ډګر په ګډون د څلورو نورو هوايي ډګرونو د ساتنې او مدیریت کولو پر سر د اسلا‌مي‌ امارت له  چارواکو سره مذاکرات پیل کړي دي.

د ترکیې او قطر د پلاوي له راتګ وروسته اسلامي امارت وایي، په دې اړه له کوم هېواد سره هوکړې ته نه دي رسېدلي،خو هڅه کوي د هېواد هوایي ډګرونه په میعاري کچه فعالیت ته چمتو شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلا کریمي  وایي:« په دې اړه اړه کوم توافق او پرېکړه نه ده موجوده. اسلامي امارت په دې هڅه کې ده،چې هوایي ډګرونه سټنډرد او لا میعاري شي،خو تر اوسه له چاسره  کوم توافق پرې نه ده راغلی.»

له دې سره د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د فرانسې هېواد درې پايي رادار د یکشنبې پر ورځ دوی ته په کابل هوایي ‌ډګر کې ته تسلیم شوي دي.

د مالوماتو پر اساس د سرتاسري رادرا  ځای پر ځای کولو تړون د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت د تالس په نوم یوه فرانسوي شرکت سره شوی دی.

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ویلي، د دغه قرارداد پر اساس به یاد رادارونه د کابل،بلخ او هرات په هوايي ډګرونو کې ځای پر ځای کړل شي.

د سیاسي چارو  کارپوهان وایي، ډېر هېوادونه غواړي،د اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره کابل کې د هوایي ‌ډګر کنټرول ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  ویس ناصري  وايي:« د دوی مشترک مدیریت په سیاسي اقتصادي او امنیتي لحاظ قدرت مندو هېوادونو ته مهم دی، لکه اروپايي ټولنې،امریکا خپله ترکیې او د افغانستان خلکو ته دا به  د نړیوال باور وړ وګرځي.»

د ترانسپورټ وزارت په وینا ټاکل شوې ده، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر پایته رسېدو مخکې د هوايي حریم د کنټرول د رادار ۱۲ سایټونه د افغانستان په ۱۲ برخو کې نصب کړل شي.

کارپوهان باور لري،که ترکیه،قطر او متحده امارت په دې برخه کې کار وکړي،له دې سره به د اسلامي امارت اړیکې له دغو هېوادونو سره لا ښې شي.

د  پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د سیاسي او اقتصادي راکړو ورکړو په برخه کې په تعاملاتو باندې اغیز لرلی شي. له قطر او ترکیې سره به د اسلامي امارت اړیکې ښې شي،په ټوله کې هېوادونه غواړي،چې پانګونه وکړي.»

په تېرو شلو کلونو کې د هېواد هوایي حریم د امریکا په لاس کې وه،د اګست په ۱۵ مه کله چې امریکایان له افغانستانه وتل، د هوایي ډګر رادار او دفاعي سیستم یې ویجاړ کړ. فرانسې،ترکیې،قطر او متحده عرب امارت هغه هېوادونه دي،چې په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist