• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوتین: افغانستان کې د سخت درېځو ډلو شتون منځنۍ اسیا ته ورځ تر بلې ګواښ زیاتوي 

Russian President Vladimir Putin attends a meeting with United Russia party fraction leader and member the State Duma's security committee Vladimir Vasiliev at the Kremlin in Moscow, Russia March 22, 2023. Sputnik/Gavriil Grigorov/Pool via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY.

پوټين: مسکو له نړیوالې ټولنې سره پر ګډه پرېکړه کوي چې ا.ا پر رسمیت وپېژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/25

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، هېواد له نړیوالې ټولنې سره پر ګډه پرېکړه کوي،چې د اسلامي امارت پر رسیمت وپېژني. 

پوتین ویلي،  د دې لپاره باید اسلامي امارت د خپل حکومت ټولشمول والی باوري کړي.

پوتین زیاته کړې:«په ټوله کې به له واقعیتونو پیل وکړم. حقیقت دا ده،چې په افغانستان کې موجود قوت باید تیار وي،چې د ټولو قومونو استازي د هېواد په مشرتابه کې ګډون ولري.»

پوټین یو ځل پر هغه څه اندېښنه وښوده،چې تل یې له افغانستانه لري، مخدره موادو قاچاق او منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ناامنیو پراخیدل.

پوتین  زیاتوي:«دا زموږ لپاره بې ارزښته خبره نه ده.موږ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پرانیستې پولي لرو. دې هېوادونو کې د اورپکو ډلو نفوذ زموږ لپاره د اندېښنې وړ او ګواښوونکی دی.» 

خو اسلامي امارت بیا دغو اندېښنو ته په ځواب ویلي،خاوره یې د بل چا پر ضد نه شي کاریدلی او د نشه يي توکو کرکیله به صفر ته راښکته شي.

بل پلو د سیاسي چارو کارپوهان وایي، روسیه له نوې ترهګرۍ ګټه اخلي او د سیمې هېوادونه په لوی لاس د سیاسي موخو لپاره د داعش او مخدره توکو په قاچاق ډاروي.

 دوی ټېنګار وکړ،که روسیه افغانستان سره ښې اړیکې جوړل غواړي،باید امریکا ته په تمه پاتې نه شي او دلته د طالبانو په لاس رامنځ ته شوی حکومت پر رسمیت ومني.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د خپل حکومت پر ټولشمولوالي ټینګار لري،خو د روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ ډېر شمېر هېوادونه لاهم په دې برخه کې په اسلامي امارت باوري نه ښکاري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist