له دوو اونیو راهیسې د پاکستان له لوري د کونړ په درې ولسوالیو، شلتن، سرکاڼو او دانګام راکټي بریدونه کېږي.
یوې باوري سرچینې شمشاد ته ویلي چې د شلتن ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د پاکستاني لوري د سرغړونو په صورت کې حتی طالب پوله ساتي ځواکونه جګړې ته اړ شوي او ځای ځای یې له پاکستاني لوري سره چرکي جګړې هم کړې دي.
د سرچینې په خبره، همدا نن د قول اردو قوماندان او نور چارواکي سیمې ته د لیدنې لپاره تللي او ځواکونو ته یې د تیارسئ امر کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې مسولین به همدارنګه سیمه وڅاري، چې پاکستانی لوری ولې په دغو سیمو باندې راکټونه راوروي.
له بل لوري په ټولنیزو رسنیو کې یو ويډیو لاس پر لاس کېږي چې ښیي افغان لوري هم پاکستان ته د توپونو په ګوزارونو ځواب ورکړی دی.
د سیمې خلک هم د نښتو او بریدونو پخلی کوي او زیاتوي چې دوی په سیمه کې د پاکستان الوتکې هم لیدلې دي.
خو تر اوسه کومې باوري سرچینې بیا دغه خبر نه ده تایید کړې.
له کونړ مخکې د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په پلوڅۍ سیمه کې هم پاکستانی لوری هغه وخت د طالب پوله ساتو د سخت ځواب سره مخ شو چې غوښتل یې اغزن سیم تېر کړي.
دوه ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز هم ننګرهار ته راغلی و او پلوڅۍ ته لاړ، چې له هغه سیمو کتنه وکړي چې پاکستاني لوري غوښتل نوي تاسیسات په کې جوړ کړي.
لوی درستیز پاکستاني لوري ته په اشاره وویل چې هیچاته به اجازه ورنه کړي د افغانستان لوری ته نوي تاسیسات جوړ کړي او یا هم وړاندې راشي.